د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د پولیس ایس پي په هدفي برید کې ووژل شو





په داسې حال کې چې د کوټې د خراب امنیت له امله څو ورځي وړاندې په یاد ښار کې ملیشه ځواکونو ته د پولیسو دنده هم سپارل شوې، چې د امنیت وضع ښه کړی. خو د هدفي وژنو لړۍ لا هم روانه ده. د کوټې د قايداباد پولیسو تاڼې چارواکي وايي؛ د پولیسو ایس پي انویسټيګیشن جمیل کاکړ وسله والو په ډزو وژلی، او دهغه موټر چلوونکی يې ژوبل کړی دی. دیادې پولیسو تاڼې يوه چارواکي افضل تر پېښي سمدستي وروسته مشال راډيو ته وویل؛

؛ په دې پېښه کې يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل دی. همدا اوس موږ دا وویل شوو، چې وژل شوی کس ایس پي انویسټیګیشن جمیل کاکړ دی، او ټپي د هغه موټر چلوونکی دی. د نوموړي مړی يې سول روغتون ته يووړ؛

د کوټې پولیس وايي؛ جمیل کاکړ له تیر يونیم کال راهیسي ایس پي انویسټيګیشن په دنده ورسره کار کاوو. چې ددوي په خبره تردې وړاندې د ته هیڅ قسم دړکه نه وه ورکړل شوې. هلته د نوموړي د وژلو مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. خو څو ورځې وړاندې وسله والې ډلې لښکر جهنګوي پولیسو ته دړکه ورکړی وو، چې ددوی لوړپوړي چارواکي به په نخښه کړي.

XS
SM
MD
LG