د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پر بلدیاتي نظام د سیاسي ګوندونو ناندرۍ



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :په سند صوبه کې د ښاري یا بلدیاتي نظام د څرنګوالي په سر د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلافات شتون لري چې له امله یې په سند صوبه کې یاد نظام د کال ۲۰۰۹ راپه دې خوا د ځنډ ښکار دی ـ

په کراچۍ ښار کې د متحده قامي مومنټ چارواکي وایي دوي په سند صوبه کې د ۲۰۰۱ کال د پرویز مشرف په وخت کې د پیژندل شوي نظام حمایت کوي ـ ددوي په خبره د ښاري حکومت دپاره یاد شوي نظام د کراچۍ په ګډون د سند د ټولې صوبې په ګټه دی او هم ددې نظام دلاندې په کراچۍ کې امن هم ټینګیدلایې شي ـ

خو بلخوا سندي قام پرست ګوندونه،مسلیم لیګ فنکشنل او عوامي نیشنل ګوند او ځېنې نور ګوندونه په سند صوبه کې د کمشنري نظام یعنې په کال ۱۹۷۹ کې د پيژندل شوي ښاري نظام ملاتړ کوي ـ ددې ترڅنګ دغه ګوندونه په کلکه د پرویز مشرف په وخت کې د جوړ کړل شوي نظام مخالفت کوي ـ د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې له چارواکي الطاف ایډوکیټ څخه مې ددوي د مخالفت وجه وپوښتله ـ د هغه جواب وو

((موږ به ۲۰۰۱ د بلدیاتي نظام مخالفت کوو ـ زموږ موقف دادی چې د ۱۹۷۹ والا نظام په صوبه پښتونخوا،پنجاب او بلوچستان کې نافذ دی ، هغه دې سند کې هم نافذ شي ))

د الطاف ایډوکیټ په خبره د ۲۰۰۱ کال د ښاري نظام د لاندې د ټولې کراچۍ یو ناظم وي او په تېر وخت کې داسې شوي دي چې هغه ناظم د ښار صرف یوه برخه جوړه کړې ده او هغه برخې یې په خپل حال پریښودي دي په کومو کې چې د سندیانو،بلوچانو او پښتنو اکثریت دی ـ

د هغه په وینا که په سند صوبه کې کمشنري نظام راشي نو په ښار کې میشت وړو قامونو ته به هم څه نا څه خپل حقونه میلاو شي ـ

د واکمن پیپلز ګوند او متحده قامي مومنټ ترمنځ د تېرو څو کلنو راهسې د ښاري نظام د څرنګوالی په حقله خبرې اترې رواني دي خو ددوي ترمنځ په دغې موضوع خبرې اترې تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي ـ خو اوس چې څنګه څنګه ټولټاکنې رانزدې کیږي د دواړو ګوندونو ترمنځ په دې موضوع خبرې اترې هم تودې شوي دي او تردې چې څو ورځې وړاندې ولسمشراصف علي زرداري هم د خپل ګوند چارواکوته د ښاري نظام د ستونزې د هوارولو هدایت ورکړل ـ

دا چې پیپلز ګوند د کوم ډول ښاري نظام پلوي کوي ، په دې اړه د یاد ګوند د اطلاعاتو صوبایي سیکرټري وقار مهدي مشال ریډیو ته وویل:

((زموږ دریځ دادي چې د ۱۹۷۹ او د ۲۰۰۱ کال دواړه نظامونه سره ګډ شي او یو غوره نظام ترې جوړ کړی شي ـ خو اوس چې په راتلونکو ورځ دوو کې کوم فرمان صادرولی شي دا به د اتحادي ګوندونو سره د مشورې نه روستو مخې ته راوستلې شي ـ پیپلز ګوند به ددغې فرمان ملاتړ کوي)) ـ

د وقار مهدي په خبره د ښاري نظام د پلي کیدو سره د ښار امنیتي وضعه هم ښه شي ـ

دا چې سند صوبه کې ښاري نظام ولې تراوسه د ځنډ ښکار دی ـ په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه اختر بلوچ وایي:

((سند صوبه کې واکمن ګوندونه ډېر دي ـ مسلیم لیګ فکشنل،ایم کیو ایم ،پیپلز پارټي او په لومړي ځل عوامي نیشنل ګوند په سند اسمبلۍ کې پارلیماني ګوند جوړ شو ـ اوس دغه ګوندونه په خپلو سره په یو ښاري نظام راویستلو نه سره سلا کیږي نو ځکه دغه نظام د ځنډ ښکار دی)) ـ

د اختر بلوچ په خبره د کراچۍ د خرابې امنیتي وضعې ډېر لاملونه دي او هغه فکر نه کوي چې د ښاري نظام د بحالیدو یا نه بحالیدو سره به دښار امنیتي وضعه چې څه فرق راشي ـ

XS
SM
MD
LG