د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ۷۰ ٪ ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شول





د تيري نهې په ورځ د پاکستان حکومت دعوی کړېده چې د قباييلي سيمو په زرګونو هغو ماشومانو ته یې د ګوزڼ ناروغي ضد څاڅکو ورکولو کې کامياب شوي دي چې له څه مودې راهیسې د ناامنيو له امله ترې بې برخې وو. اې ايف پي خبري اژانس په خپله يوه مقاله کې د چارواکو له خولې لیکلي چې په خيبر قباييلي سیمه کې د جنګ سالار منګل باغ او امنييتي ځواکونو تر مينځه د جګړې له لاسه د ۲۰۰۹م کال راهیسي څه نا څه يو لک پينځه شپيته زره ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو محرومه شوي وو.

اژانس ليکې چي د پاکستان په کلي والو سیمو کې د ګوزڼ ضد کمپاين د هاغه ګنګوسو له امله چي ګني د څاڅکو په ورکولو سره به مسلمانان په فکري توګه کمزوري شي، سخت اغيز من شوی وو. او بيا په جنوبي وزير ستان کې وسله والو طالبانو هم پدغه کمپاين بنديز ولګولو.

د قباييلي سيمو لپاره د ټولنې د خير ښيګړې د سرکاري ادارې يو چارواکې افتاب دراني اژانس ته ويلي دي چې د خيبر قبايلي سيمي په باړه تحصیل کې ۲۵ زرو ماشومانو ته او په لرې پرته سيمه تيراه کې ۳۲ زرو ماشومانو ته څاڅکې رسول یې هدف دي. درانی زیاتوي چې دغه هدف یې څه نا څه ۷۰ فيصد ترسره کړی دی. او پاته ۳۰ فيصدي به په راتلونکو څو ورځو کې تر سره شي،

خو د خیبر قباييلی سيمې د تيراه يو ملک بازار ګال اپريدي د مشال راډيو له خبریال مجید بابر سره په خبرو کې د چارواکو دغه دعوې ردوی او وايي. دا ټولي تشي خبرې دي، د کومو سیمو په اړه چي چارواکې دعوې کوي، په هاغو سیمو کې خو د طالبانو او پوځ تر مينځه جنګ روان دی، په هاغو سيمو کې مرغۍ هم رپ نه شي وهلای نو بيا د پوليو څاڅکو ورکولو ټيمونه څنګه ولاړل.

خو افتاب درانی وايي، چي ددوی د ګوزن څاڅکو ورکولو ټیمونه د پوځ د سرتيرو په حفاظت کې دغو سيمو ته ځي، درانی وايي چي پدې لړ کې یې د ځينو وسله والو ډلو مشرانو او قباييلي سپين روبو سره هم خبري کړي او د هغوی لخوا ور سره مرستې هم شوي دي.

د لانس ميډيکل جنرل د يو راپور له مخه ددغي کمپاين د ځنډ له امله په تير کال په پاکستان کې ۱۹۸ د ګوزڼ ناروغان او په ۲۰۱۰م کال کې ۱۴۴ د ګوزڼ ناروغان بيژندل شوي وو.

XS
SM
MD
LG