جهاني اقتصادي ټولنې په یوه نوي راپور کي ویلي، د نړۍ کوچنی هیواد سویس تر ټولو ښه اقتصادي حالت لري.
راپور وایي، نور اروپایي هیوادونه شاته شوي او د امریکا د متحده ایالاتو اقتصاد هم چندانې ښه نه دی.
د نړۍ د اقتصادې ټولنې دا راپور د سوداګریزو مشرانو او خلکو سره د مرکو پر اساس برابر شوی او وایي، د پوروړي یونان اقتصاد له ایکواډور او منګولیا وروسته د ۱۴۴ هیوادونو په ډله کې ، ۹۶ یم ځاي نیولی دی.
راپور زیاتوې ، د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ د اقتصاد نوښت یي په لاس کي دی، د څلورم پر له پسي کال لپاره د نړۍ د اقتصاد په ډګر کي یي ۷ م مقام حاصل کړی دی.فرانسه هم راښکته شوې او ۲۱ مقام ته رسیدلې ده.
د ودې په حال کې هیوادونو په ډله کې چین جګ مقام یعنې ۲۹ ځاي خپل کړی ، ایران د نړۍ د اقتصاد ۶۶ م ، روسیې ۶۷ او اوکراین ۷۳ مقام حاصل کړیدی.