د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهرني اورپکي له قبایلي سیمو په وتو دي



واشنګټن پوست ورځپاڼې: د حقانې شبکه ولې د امریکا په تروریستې لیست کې نه شاملیږي؟ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کي یي راغلي:

حقانې شبکې یوازې په روان کال کې په کابل کې د امریکا په سفارت باندې دوه ځلې حملې تنظیم کړې وې او د هند په سفارت باندې حملو کي یي هم لاس درلود. دغې شبکې د ولسمشر کرزي د وژنې پلان جوړ کړی و او له القاعده شبکې سره نږدې تړاو لري.

ورځپاڼه لیکي: حقانې شبکې د تېرې شنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې په چاودیدونکو موادو بار موټر د امریکایي ځواکونو یوې اډې ته نږدې په بازار کي وچاوه او زیات شمېر کسان یي ووژل.

واشنګټن پوست زیاتوي، د حقانې شبکې له دي ټولو تروریستې اعمالو سره سره، د ولسمشر اوباما اداره لا هم په تروریستې لیست کې د هغې د شاملولو له پریکړې سره ستونزه لري.

د ورځپاڼې په باور، په تروریستې لست کې د ډلو شاملول د امر یکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه اوږده پروسه ده او ممکن زیات وخت ور باندی تېر شي، خو داسي بریښې چې ددي کار لپاره حقانې شبکې ټول شرایط پوره کړې او دا ډله ممکن د امریکا په تور لیست کې د شاملو ټولو ډلو په پرتله ډېره خطرناکه وي.

ورځپاڼه زیاتوي، پدي اړه ممکن کوچنې او بي اهمیته دلایل زیات وي، خو یو ستر دلیل هم شته او هغه دا چې د حقانې شبکه د پاکستان د لاس آله ده او نن سبا چې متحده ایالات غواړې له طالبانو سره د سولې تماسونه ټينګ ګړې ، په تور لیست کې د حقانې شبکې په داخلولو سره به پاکستان او پخپله دا ډله چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، ممکن د سولې په کار کې ستونزې رامنځ ته کړې.
---
انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼې: د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې قبایلي سېمو کې د طالبانو میلمانه د تیښتې په حال کې دي – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې ده .

ورځپاڼه لیکي: بهرني افراطیان د پاکستان له قبایلې سېمو څخه وځې او له همدي امله په سېمه کې د وسلو بیې په بي سارې ډول راټيټې شویدي.

ورځپاڼه لیکي: د طالبانو یو شمېر بهرني میلمانه عربان دي چې د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د حملو له وجې له سېمې څخه تښتې او یو شمېر نور یي په عربي هیوادو کې د رامنځ ته شویو بدلونونو له امله خپلو وطنونو ته ستنیږي.

ټایمز ورځپاڼه د سېمې د اوسیدونکو او پاکستانې چارواکو له خولې لیکي: بهرنیو وسله والو خپلې کورنۍ پریښیې او ممکن په موقتې ډول تللې وې، یو شمېر نورو یي خپلې شتمنۍ او کورونه پلورلې او په دائیمې ډول تللې دې.

ورځپاڼه لیکي: که څه هم چې یو شمېر خلک د بهرنیانو پدي کار خوښ دي ، خو وسلو ته لاس رسی یي آسانه کړیدی. پدې مانا چې ددي کسانو په وتلوسره په سېمه کې د وسلو بییې رالویدلې او یو ټوپک چې مخکې یي بیه ۹۰ زره کلدارې وه، دا مهال په ۴۰ زره کلدارې پیرل کیږي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG