د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا ترقياتي کارونه دې ژر بشپړ شي"





د فاټا پارلماني غړو د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړيده چې په قبايلي سيمو کې دې روانې ترقياتي منصوبي زر تر زره سر ته ورسوي.

د ګل په ماښام د خيبر ايجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي حميد الله جان اپرېدي په مشري د فاټا د قامي اسمبلۍ او سينټ غړو يوې ډلې له وزيراعظم راجه پرويز اشرف سره په ملاقات کې ،قباییلي ولس ته په ورپيښو مسئلو خبري اتري وکړې.

حميد الله جان اپريدي د مشال راډيو له خبریال احمدالله سره په خپلو خبرو کې وویل، چې له تيرو څو کلونو راهسي د فاټا حالات ډير تشويش ناکه دي، په سيمه کې نه خو د ترقۍ کارونه په ښه شان کيږي او نه په سيمه کې د امن و امان وضع ښه ده او د روانو پوځي عملياتو له وجې خلک هم له ډير ومشکلاتو سره مخامخ دي او ددې له لاسه په لکونه قبایلي خلک کيمپونو کې ژوند تيروي.

نوموړي وويل، چې په دي ټولو حالاتو يې وزيراعظم سره تفصيلي خبرې وکړې او هغه ورته يقين ورکړ، چې د قباییلي ولس د خير ښيګړي لپاره به هاغه ټول ګامونه پورته کوي چې ورسره د قباییلو محرومياني ختمې شي.

بلخوا د متحده قباییل پارټۍ چيئرمين حبيب ملک اورکزﺉ وايي، چې د فاټا پارلماني غړي خو له وړاندي په دوه ډلو تقسيم شويدي. کله يوه ډله صدر او وزيراعظم سره ملاقاتونه کوي او کله بله ډله. خو د دې ملاقاتونو د فاټا ولس ته هيڅ فائده نه رسي. ځکه چې دا پارلماني غړي په ملاقاتونو کې د فاټا د ولس د خير ښيګړي لپاره نه، بلکې د خپلو ځاني ګټو لپاره له حکومته غوښتني کوي او ترڅو چې په قباییلي سيمو کې د پوځي عملياتو خبره ده نو دا هم د دوی په خوښه روان دي.

حبيب ملک زیاتوي که د پارليمان او سينېټ دا منتخب غړي رايو ځاي شي نو شميره يي شلو ته رسي او په شريکه که په حکومت فشار راوړي نو لرې نه ده چې د فاټا د ولس ډيرې مسئلي به په ښه شان هوارې شي.

XS
SM
MD
LG