د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوکي خیلو دا ځل ولې د طالبانو ضد پاڅون و نه کړ؟


زه یو پښتون خانه بدوش د وطن کډه په سر او در په در ګرځمه
زه یو پښتون خانه بدوش د وطن کډه په سر او در په در ګرځمه



د تیراه کوکی خیلو نه خوا وشا ۳۰۰۰ کډي جمرود ته راغلی دی،

فرهاد شینواری خیبر ایجنسی

جمرود: د خیبر ایجنسۍ د تیراه کوکی خیلو سیمې خلک وایې چې دوی د وسلوالو طالبانو د بریدونو له وجې دغه سیمه پریښوده او جمرود ته راغلل،د خیبر سرکاری چارواکو په خبره تراوسه له تیراه کوکی خیلو خواوشا درې زره کورنۍ جمرود ته راغلې دي، دوی زیاتوي، چې دغه بې کوره شوي خلک د لاله کنډوو په لاره جمرود ته رارسي،او یو شمیر کورنۍ یې د افغانستان ننګرهار ولایت ته هم کډه شوې دي، چې ځینې کورنۍ یې بیا د تورخم په لاره جمرود ته رارسیدلی دی،او دلته خپل خپلوانو کره دیره دي. او د نوښار جلوزو کډوالو کیمپ ته تګ نه خوښوي،د تیراه کوکي خیلو سیمې د خلکو په وینا هلته ترې ډک کورونه، پټي او څاروي پاتې شول،دا چې په تیراه کوکي خیلو کې څه حالات وو او دوی ترې ولې راووتل په دې اړه د یادې سیمې یو تن شاهدالله وویل،(( طالبان راباندې راغلل، کسان یې راووژل، ډکې خونې، غله او غواګانې رانه پاتې شوې،ځان سره مو هیڅ نه دي راوړي))

او دیادې سیمې یو بل متاثره شوی تن نذیر خان وایي چې(( زموږ مال او عزت ته خطره وه،بس خپل عزت مو بچ کړ او راووتو،هیڅ پته نه لګی چې زموږ کورونو او سامانونو به په څه حال وي))

په تیراه کوکی خیلو کې له ډير پخوا یوه قامي امن سریشته موجوده وه او څو څو واري یې د وسلوالو پرضد په دې سیمه کې پاڅون کړی وو نودا ځل دوی ولې د وسلوالو پرضد پاڅون و نه کړ؟ په دې اړه شاهد الله آپریدی وایي: ((موږ ورسره څه نا څه مقابله وکړه خو دوی راباندې زورور شول،او اوس دلته له یو لوی مشکل سره مخامخ یو نه را سره بسترې شته او نه کورونه لرو))

دغه پوښته مو چې کله د کوکی خیلو قبیلې یو مشر مخې ته کیښوده چې تاسو دا وار د وسلوالو پرضد ولې راپورته نه شوۍ؟ نو دوی خپل نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې ((کله موږ تیر کال په تیراه کوکی خیلو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد راپاڅېدو نو دوی بیا راته په جمرود سیمه کې په یو جومات کې چاودنه وکړه چې په نتیجه کې یې ګڼشمیر ولسی وګړي ووژل او ژوبل کړل، نو دا ځل مو ورسره بره په تیراه کوکی خیلو کې ځکه مذاحمت و نه کړ چې بیا راته څه زیان وا نه وړي،او هغه سیمه مو ورته پریښوده))

د تیراه کوکي خیلو سیمې د بې کوره شوو خلکو د کمیټۍ یو مشر ملک اکرام الله جان کوکي خیل وایې چې ((د یادې سیمې بې کوره شوي خلک یو شمیر آسانتیاو ته اړتیا لري، د دوی له پاره د کوټو او خوراک بندوبست پکار دۍ او زه د نړۍ ټولو امدادی ادارو ته اپیل کوم چې د تیراه کوکي خیلو د بې کوره شوو خلکو مرسته وکړي))

د تیراه کوکی خیلو سیمې بې کوره شوو خلکو ته د آسانتیاو ورکولو په اړه د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر وایي: (( د خیبر انتظامي چارواکو تر اوسه ورته د خواکی توکیو درې پېکجونه رسولي دي، او چې کوم خلک یې له مرستو پاتې وي نو هغوی ته به هم ملاو شي،او د دوی نورې ستونځې هواره ولو له پاره به زر د فاټا سیکریټرېټ او د قبایلی سیمو د قدرتی آفتونو د نظم اداري (ایف ډي ایم اې ) ټیمونه هم راشي))

یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په تیراه کوکي خیلو کې یو شمیر وسلوالې ډلې شتون لري، او ځینې وسلوالې ډلې پکې له یو بل سره هم په جګړه کې ښکیل دی او په دې هڅه کې دي چې دلته زیاته سیمه تر واک لاندې راوړي.

XS
SM
MD
LG