د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ټول عمر مې تېر کړ بېګانه په زمانه"


امیر محمد آکا د خپل ژوند کیسه کوي
امیر محمد آکا د خپل ژوند کیسه کوي

٫٫باداره!نصیب به مې دومره څنګه له تنهایې و خواریو ډک وای٬٬

نوي (۹۰) کاله یک تنها ژوند راتېروونکی،امیر محمد آکا د خپل ژوند کیسه کوي

نیازموساخېل،کوټه

په نړۍ کې یو شمېر خلک یک وتنها ژوند تیروي،خو د بلوچستان امیرمحمد آکا ۹۰ کاله ژوند په دې جالبه دی،چې ده دغه ټول عُمر په تنهایې کې را تیر کړی.دی پر خپل حال صبر او شکر کوي،خو له باداره دغه ګیله هم کوي،چې نصیب یې دومره زیاته تنهایې آخر ولې په ځولۍ کې وځنګوله؟له نوموړي سره د خبرو پر مهال لومړۍ پوښتنه خو مې دغه ورڅخه وکړه،چې دی آخر ولي تنها ژوند تیروي؟د ده ځواب وو ٫٫کور مي په کندهار کې دي.خو ۵۰ یا ۶۰ کاله وشو،چې نه یم خبر، په کوم حال کې دی؟په خټه اڅکزی یم.خدای مې دلته روزي لیکلې وه،نو دغ یم هم دلته ژوند کوم.۹۰ کاله وروسته اوس مې حال دا دی چې د پښو له خوا پاته یم.ځنګنونه مې خوږیږي او په ډیر تکلیف کې شپې سبا کوم.یو ورور مې وو.تر ما مشر وو.۶۰ کاله وشو،چې پر څه خبره ورسره خوابدې راله.هغه ورځ ده او اوس بیا نن وخت،خپل ورور مې نه دی لیدلی او نه په دا خبر یم چې دی په کوم حال کې دی؟مړ دی او که ژوندی؟٬٬

دا چې له ورور سره دي کله هم اړیکه نیولې او که څنګه؟امیر محمد آکا په ځواب کې وویل ٫٫پنځوس یا شپیته کاله وشو چي تر منځ مو پر څه خبره خوابدې راغله.بیا مو هیڅ تماس نه دی سره برابر شوی او نه بیا ما په دغه لړ کې هڅه کړې او نه مې کله هم زړه غوښتی.٬٬

امیر محمد آکا وایي،ټول عمر یې په خوارۍ او مزدوریو تیر کړی دی.کله به له خرکارانو سره وو او کله به له نالۍ والا سره.یانې ټول ژوند یې په منډه تیر کړی دی.دا چې دغه یک تنها ژوند سخت دی،که څنګه؟امیر محمد آکا په ځواب کې وایي٫٫ که سخت دی،که آسان؛تیرول لازمې دی او بل اوس يې څه فکر کوم!د ژوند سخت کلونه او وختونه خو مې ټول را تیر کړل.اوس به آخر څه ارمانونه او څه غوښتنې وي؟نصیب مې هم دغه شان دی او له نصیبه ګیله څنګه کیدی شي.٬٬؟

امیر محمد آکا وايي،واده یې نه دی کړی او له ده سره نصیب دوه کاره وکړل.یو خو یې له وروره جدا کړی او بل یې ټول عمر د ژوند له ملګرې ټاکلو یا واده کولو بې برخه کړی.خو ده کله داسي ارمان څرګنده کړی او اوس یې هم شته،چې د نورو خلکو په شان دی هم په خاندان او ګڼه ګونه کې اووسیږي؟د ده هم بچیان وي،قریبان او دوستان وي؟امیر محمد آکا په دغه اړه وایي٫٫ولي نه؟دغه یو ارمان خو لرم.په خاصه توګه چي کله هم ناروغه شم،نو ارمان راپورته شي چي کاش!زما هم یو څوک وای او داسې څوک مې لرلای چې زه یې تر لاس نیولی او له ناروغیو سره د جنګیدو حوصله یې را کولای.خو نصیب ته به څه ووایم!هغه وخت چې ارزانۍ وې او د پښتنو د واده کولو رواج ٫٫ولور٬٬ هم دومره ستونزه نه وه،هغه وخت او موقع مې هم له لاسه ورکړه،ګڼې که هڅه مې کړې وای،نو چا خو به د واده کولو زمینه راته برابره کړې وای،خو په قیسمت کې مې هغه څه هم نه وو.٬٬
امیر محمد آکا په ډیره ارمانې او دردوونکې ژبه ګیله کوي٫٫باداره!نصیب به مې آخر دومره تنهایې څنګه زغمله.٬٬؟

داوسني او پخواني وختونو فرق له امیر محمد آکا نه پرته له چا به ښه معلوم شي؟٫٫پخواني وختونه ډیر ښه وو.پخواني وختونه وګوره او اوسني!پخوا خلکو وسیله لرله.په زړه کې به یې درد لرلی.پخوا چي به خوار او مسکین د چا کور ته ودرېدلی،نو هغه کور به د اوړو ګونۍ ورنیمۍ کړه اوس چې څوک پاولی (یو قیسم پخوانۍ سیکه) پیدا کړي،نو سجده ورته لګوي.٬٬

نن سبا چې خلک بدې ورځي کوي چي غوړي ګراني شو،اوړه ګران شو او هغه بل څیز ګران شو،نو آیا پخوا هم خلکو دا قیسمه خبرې کولې؟د دې پوښتنې ښه ځواب هم یقینًا له امیر محمد آکا ترلاسه کیدی شي٫٫بالکل نه.پخوا دا حال نه وو.۸ منه غنم په یوه روپۍ وو.اوس د اوړو کوچنۍ کڅوړه په څو څو سوه خرڅیږي،هغه غټه ګونۍ خو تر حساب تیره ده.پخوا به له شتمن کس هغه ته ویل کیدی چې ۵۰ یا ۶۰ زره روپۍ به یې لرلې.نن سبا دغه پیمانه تر کروړاوو او ارباوو ورسېدی.پخوا وختو کله دومره ګاډیانې وې.له یوه یوه کس سره به وه.اوس خو جومات ته ځم،نو قسم دی،په دې ویریږم چې څوک دې په ګاډۍ وونه وهي.٬٬

امیر محمد آکا مخته وایي،دی ټول کار په خپله کوي.خورک او څښک پخپله تیاروي او نور ضروري کار په خپل سر کوي،خو د کلي خلک هم ښه مرسته ورسره کوي.که د کلیوالو مرسته نه وه ورسره،نو یقینًا ژوند به یې په زیاتې سختۍ تیریدی.ده ته د ژوند له سختیو سره،هغه سختۍ او وختونه هم ښه ور یاد دي،کله چي په کال ۱۹۴۷ عیسوي کې پاکستان جوړیدی٫٫پخوا پاکستان ٫٫پاکستان٬٬ وو.اوس کله داسې ده.د جناح (د پاکستان جوړوونکی) په وخت کې پاکستان ډیر په زور کې وو.تر دا تیرو څو کلونو دلته ژوند ډیر آسانه وو.نه مرګونه وو،نه ګرانې وه او نه نورې خوارۍ،خو اوس پاکستان د هر قیسمه سختیو،خواریو،کړاوونو او مرګونو کور جوړ شوی دی.اوس پاکستان ٫٫پاکستان٬٬ نه شو پاته .

امیر محمد آکا وایي،۹۰ کاله وروسته اوس دی له هره کاره وتلی او د هیڅ کار کولو نه شو پاته،ګڼې ده پخوا هر قیسمه خواري او مزدوریانې کړې دي.د کباړ کار او سبزي خرڅولو کار د ده یو له ګټورو کارونو وو او ده د خپل ژوند په کلونو کلونو برخه په سیند او پنجاب صوبو کې په مزدوریو پسې تیر کړي دي.

د امیر محمد آکا د ژوند کیسه که یو اړخ ته درد،غم او افسوس ورکونکې بڼه لري،بلې خوا ته دا د هلې ځلې،کوشش،صبر او برداشت یو نه هیروونکی پېغام هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG