د لاسرسي ځای

تازه خبر

رمشا دې خوشې کړل شي. پاکستان علماء کونسل


د پاکستان علماء کونسل مشر علامه طاهر اشرفي
د پاکستان علماء کونسل مشر علامه طاهر اشرفي


عبدالحی کاکړ مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان علماء کونسل د مذهب د سپکاوي په تور د نيول شوې عیسايې ماشومي رمشاء مسيح په ضمانت د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان علماء کونسل لخوا د رمشاء مسيح په ضمانت د خلاصون خبره ددې سازمان مشر علامه طاهر اشرفي په اسلام آباد کې په يوه خبري کانفرنس کې کړې ده. نوموړي نن مشال ريډيو ته وويل چې ددوی څيړني ښايې چې د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوې عيسايې ماشومه بې ګناه ښکاري....

( د سپکاوې د مقدمو په اړه موږ ته ځکه هم له احتياطه کار اخیستل دی چې د يوه کس له وجې ټول ملت او ملک بدنامه کيږي.دا خبره موږ هسې نه ده کړې، موږ په دې پوره تحقیق کړی دی. کله چې موږ ته مالومه شوه چې دا نجلۍ ماشومه او ناروغه ده. او موږ له څه مودې راهیسې په دې هم خبر وو چې ځيني خلک عيسائيان له دې علاقه شړل غواړي او دلته يوه اداره جوړول غواړي. نو ځکه موږ سوچ وکړ چې په دې خبره خاموش کيناستل پکار نه دي. دا ځل مثبت کار دا شوی چې ټول قام له موږ سره ملګرتيا کړې. د هيواد ټوله مذهبې طبقه زموږ ملګرې شوې ده او يوه داسي فضا جوړه شوې چې ورباندي د پاکستان او اسلام نيک نامي کيږي. خدای دې وکړي چې دا هم دغسې پر ځای پاته شي.)

په پاکستان کې د سپکاوې قانون تل ناندريزه پاته شوی دی . د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير يا وفاقي وزير شهباز بهټي د وژنو بالکل برعکس دا ځل په دې هيواد کې مذهبي ګوندونو او خپله ولس هغسي غبرګون و نه ښودلی لکه په پخوا کې ليدل شوی وو.

نو دلته پوښتنه راولاړيږي چې آيا د ملايانو او خلکو په سوچ کې څه بدلون راغلی او که څنګه.؟

د سياسی چارو کارپوه ايمل خټک وايې د سپکاوي د قانونو په اړه په سوچ کې ورو ورو بدلون راروان دی.

( دا ځل د رمشاء په مقدمه کې د مذهبي حلقو له لوري هغومري ردعمل محي ته نه راغلی لکه په پخوانيو کې چې وو. د هغې وجه داده چې خلک او دينی علماء اوس ورو ورو په دې پوهيږي چې د توهين عدالت قانون څومره په بې دردۍ سره غلط استعماليږي.)

خو د سياسی چارو بل کارپوه خادم حسين بيا د مذهبې حلقو په رويه کې د بدلون دوې وجي يادوي. دده په وينا په ټولنیزه ميډيا لکه فیسبوک او ټویټر باندې د ځوان نسل له لوري د سپکاوي پر قانون د مذهبي حلقو پر سوچ او کړنو راپورته شوې سوالونه دي لومړی وجه ده.

( د مذهب په بنياد جوړ شویو قانونو او دهغې استعمال په اړه د ځوانانو لخوا پر مذهبي طبقو او ګوندونو سخت سوالونه را اوچت شوي دي. ددې مانا داده چې د راروان نسل يا ځوان او نوي نسل په مغزو کې هغه پوښتني رابرسيره شوي دي، کوم سوالونه چې په اصل کې مذهبي اقتدار چیلنجوي. له دې غټه خطره راولاړه شوې ده چې د مذهبي جماعتونو هغه قوت او اختيار چې ځوانان به يې د مذهبي سپکاوي يا اشتعال پر بنياد سړکونو ته را ايستل او هغوي به ډيرې لويې لويې جلسې کولې ، کله به يې ډير لوی تاوان هم وکړ، د هغې اهليت په کراره کراره کم شوی دی او لا کمیږي.)

ډاکټر خادم حسين بله وجه دا يادوي چې په پاکستان کې سکیورټي اسټبلیشمېنټ ته احساس شوی چې مذهبي انتهاپسندي پاکستان په نړۍ کې یوازي کوي او بل دا چې خپله نړيوالې ټولنې هم د مذهبي او روشنفکرانو ترمينځ يوه مباحثه شروع کړې چې اوس يې نتيجه ورو ورو مخې ته راځي.

خو ځيني کارپوهان بيا دا فکر کوي چې په هيواد کې د اقليتونو او ورسره د روشنفکره مسلمانانو پر ضد شته يو خاص مذهبي انتهاپسنده سوچ يوازي په مذهبي حلقو کې نه بلکې ډيره مهمه داده چې ددې هيواد د اقتدار په سرچينو کې واړول شي.

XS
SM
MD
LG