د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس ته د کیاني سفر په پاکستانۍ تګلاره کې اوښتون؟


د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني
د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني



د پاکستان دي ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼه د چارواکو په حواله وايي چې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني به د روانې مياشتې په دوهمه اونۍ کې په يوه تاريخي سفر مسکو ته لاړ شي .

پاکستان او روسيه د اتيايمې لسيزې د سړې جګړې پر مهال د يوه بل سخت رقيبان ول . په دغه شپو ورځو کې اسلام اباد له واشنګټن سره ملګری شو، چې له کبله يې روسيه په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شوه .

د ورځپاڼې په وينا، تمه کېږي چې جنرال کياني ته به په مسکو کې تود هرکلی و شي . نوموړی به د خپل روسي سيال سربېره د دغه هېواد له ولسمشر ولادمير پوټین سره هم وويني .

په داسې حال کې چې ټاکل شوې پوټین به د راتلونکې اکتوبر مياشت په لومړو کې پاکستان ته سفر وکړي، روسيې ته د جنرال کياني سفر ډېر د ارزښت وړ بلل کېږي .

د پاکستان د خارجه چارو د دفتر يوه لوړ پوړي چارواکي، د نوم نه اخيستو په شرط، ايکسپريس ټرېبيون ته ويلي، موږ له روسيې سره د اړيکو يو نوی باب پرانېستو . دا يو غټ بدلون دی . ده زياته کړې چې د کیاني سفر به د دواړو هېوادونو د پوځي اړيکو په لا پياوړي کولو تمرکز وي .

ورځپاڼې همداراز د دفاعي چارو د يوې کارپوهې ماريا سلطان خبره راخيستې چې وايي، د سړې جګړې د وخت دښمنان لګيا دي يو بل ته د دوستۍ لاس ورکوي، چې په ترڅ کې به يې نه يوازې د پاکستان بلکې د افغانستان او مينځنۍ آسيا په ستراتيژېکي نقشه کې بدلون راوړل شي .

ورځپاڼه په عين وخت کې د يو چارواکي له خولې وايي چې د پاکستان او روسيې تر مينځ همکاري زياتېدل به د امريکا لپاره، چې ګمان يې نه کاوه پوټین به اسلام اباد ته سفر وکړي، د اندېښنې وړ يوه خبره وي . خو مېرمن سلطان ويلي چې د پاکستان له خوا به کومه سرزوري و نه ليدل شي او دا چې له مسکو سره همکاري به يې له واشنګټن سره پر اړيکو کومه بده اغېزه ونه کړي .

خو ورځپاڼه کاږي، ځينو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که پاکستان چيرې روسيې ته نيږدې کېږي نو افغانستان د نړيوالو او سيمه ايزو طاقتونو لپاره د جګړې په يوه نوي ميدان بدلېدای شي . د دوئ په اند د پاکستان او روسيې اړيکې که چيرې په ستراتيژېکو ګټو او تاوانونو څرخي، نو د افغانستان د مسالې د حل بدې پايلې به رامينځ ته کړي .

XS
SM
MD
LG