د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان دفاعي بودیجه کې درغلۍ شوي


Pakistan -- Army soldiers gather after the attack on an army camp in Wazirabad, 09Jul2012
Pakistan -- Army soldiers gather after the attack on an army camp in Wazirabad, 09Jul2012
له نیشن ورځ پاڼې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمجید بابر ژباړه



د پاکستان د انګريزۍ ژبي ورځپاڼې ( دي نیشن ) په خپله یوه اداريه کې ليکلي چې د پاکستان د اډيټر جنرل په يو راپور کې د پاکستان د پوځ لخوا د څه کم شپږو اربو روپو په لګښتونو کې بې قاعدګي په ګوته شوې ده.


ورځپاڼه ليکي ددې راپور نه دا څرګنديږي چې د پاکستان پوځ ددغه هيواد د عام ولس نه تر لاسه شوي د ټيکس د پيسو په لګولو کې څومره غير سنجیده دي. د آډیټر جنرل راپور زياتوي چې دغه بې قاعدګي د پوځ د لوړ پوړو چارواکو لخوا د بيا بيا يادګیرنې باوجود تکرار شوې ده.

ورځپاڼه ليکي چې په دې لړ کې د قامي اسمبلۍ پبلک اکاونټس کميټۍ وړانديز کړی چې په دې لړ کې دې پلټنې وشي او ذمه وار کسان دې په ګوته کړی شي،چی ورته سزا ورکړل شي.

ورځپاڼه ليکي چې که په دې لړ کې صحيح پلټنې وشي نو يو خو به هغه کسان په ګوته شي چې ددغو اربونو روپو په لګښتونو کې یې بې قاعدګي کړې ده او بل هغه کسان به هم په ډاګه شي چې درغلي یې کړې ده.

ورځپاڼه ليکي دا څه د حیرانتيا خبره نه ده چې د پاکستان پوځ د دفاعي بجټ په مد کې ددغه هيواد د بجټ زياته برخه اخلي، نو ددې له وجې هم د مالي درغليو اعتراضونه په دغه اداره کیږي.

ورخ پاڼه د اډيټر جنرل د راپور په حواله ليکي چې دد فاعي خدماتو په لړ کې اوس د دوه نیمو اربو روپو، د دفاعي پيداوار په لړ کې د يو نيمو اربو روپو، د پوځی چاوڼو او د پوځ تراستعمال لاندې زمکو کې د يو ارب روپو، د هوايي ځواکونو په اکاونټ کې څه کم شپږو ميليونو روپو او ددې تر څنګ په ټیکسلا کې د دفاعي پیداوار د پوځي کارخانې لخوا ځینو خلکو ته د ۱۵ ميليونو روپو بې قاعدګي رامنځته شوې ده.

ورځپاڼه ليکي چې د پبلک اکاونټس کمیټي او د اډيتر جنرل ددغه راپور او يادګیرنې په اړه بايد اوس پوځي چارواکي، په سنجیده توګه پلټنې وکړي، او ذمه وارو ته سزا ورکړي.

ورځپاڼه په اخره کې لیکي چې که څه هم پوځي چارواکو د نيشنل لاجسټک سيل په اړه د درغليو د تورونو نوټس اخیستی دی او وايي چې پلټنې روانې دي ، خو ددغې ادارې چارواکو له پکار دي چې دا پلټنی سر ته ورسوي، نو بايد ولس ته دې ښکاره هم کړي، او ددغه هيواد د غريب ولس حق دی چې ورته وويل شي چې د هغوی د ټیکس پيسي چې لویه برخه يې د پاکستان د دفاعي بجټ په مد کې ددغه هيواد پوځ کاروي چيرته او په کومو مدونو کی کارول کيږي؟
XS
SM
MD
LG