د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه ایجنسۍ کې ۵ کسان وسله والو تښتولي



په قبایلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې نامعلومه وسله والو ۵ کسان تښتولي دي.له سیمې د رارسیدلو راپورونو له مخې دغه پېښه د خالی په ورځ قریبا ۸ بجو په وخت د منځنۍ کرمې ایجنسۍ په (سرخوی دره ) کې مخې ته راغلې ده.


ځائی خلک وايي چې د خپلو کورونو څخه په زور له راویستو وروسته پینځه واړه کسان نا معلومو وسله والو له ځانه سره بوتلل.

له پېښې وروسته د سیمې نه یو کس مشال راډیو ته وویل چې تښتول شوی کسان بې ګناه او غریب خلک دی.

دپېښې پړه تر دې ګړۍ چا په غاړه نه ده اخیستې.
XS
SM
MD
LG