د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د وسله والو حمله، دوه کسان وژل شوي


د غزني زوړ ښار یوه کلا
د غزني زوړ ښار یوه کلا
سید شاه سقیم

غزني - د افغانستان د غزني ښار په موی مبارکه سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوسته وسله وال بريد کړی دی چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.


په وژلو شويو او ژوبلو شويو کسانو کې د العصر د لېسې دوې تنې شاګردانې هم شاملې دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت وايي چې د پېښې له ځای څخه دوی ته څلور تنه وروړل شوي چې دوه يې مړه او دوه يې ټپيان دي.

دی وايي په بريد کې د لېسې يوه شاګرده او يو دوکاندار وژل شوي او د لېسې يوه شاګرده او يو بل عام وګړی ژوبل دي.

خو د غزني د پوهني رياست وياند غني غالب بيا وايي چې په بريد کې د ليسې معتمد رجب العلی او يو شاګرد وژل شوي او په ټپيان حال نه لري.

غزنی د هېواد مرکز ته څېرمه تر ټولو نا امنه ولايت دی چې هره ورځ يې ان په مرکز کې لا هم په دولتي چارواکو او عامو وګړو وسله وال بريدونه کېږي.

د یوه بل خبر تر مخې، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، په غزني کې د وسله والو په حملې کې دوه امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG