د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکې برید، ۵ وژل شوي




د پاکستان پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پینځه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا برید د شنبې پر سهار د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په دېګان سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز شوی دی.

ځینې سرچینې وايي، بې پیلوټه الوتکو د وسله والو له پټنځای سره نېژدې یو موټر هم په نښه کړی دی.

دا په تېره یوه میاشت کې، پر شمالي او جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو اووم برید دی.

تر دې وړاندې په تر سره شوي برید کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور بدرالدین حقاني وژل شوی وو.

پاکستانیو او امریکايي چارواکو د هغه د وژل کېدو ادعا کړې وه خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شمالي وزیرستان د حقاني اورپکې ډلې پیاوړی مرکز بلل کېږي او امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې د دې ډلې پر ضد دې عملیات وکړي. پاکستان تر ډېره وخته په شمالي وزیرستان کې له عملیاتو کولو ډډه کړې ده خو په دې وروستیو کې داسې اشارې تر لاسه شوې دي چې د پاکستان پوځ ښايي په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.

البته په غوڅه توګه پاکستاني واکدارانو نه دي ویلي چې عملیات به وکړي او که نه.

د شمالي وزیرستان ولس په دې وروستیو کې، په یوه جرګه کې پرېکړه کړې وه چې که عملیات کېږي نو دوی به د پاکستان مختلفو برخو ته د تګ پر ځای افغانستان ته کډه وکړي.
XS
SM
MD
LG