د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس هیسته کړل شو


د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، نن په یوه ځانګړې غونډه کې د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه د انجنیر رحمت الله نبیل له خپلې دندې د لیري کېدو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې نوموړی به په په نیږدې راتلونکي کې په یوه بهرني هېوادکې د افغانستان د سفیر په توګه وګمارل شي.


ځینې رسنیو او ناتاييد شوو راپورونو ویلي، چې ښایي د قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد د هغه پرځای ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو لپاره وروپېژندل شي، خو په دې اړه رسمي سرچینو لا څه نه دي ویلی.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هېروي د سېشنبې په مشال راډيو ته وویل، چې په نږدې ورځو کې به د دفاع او کورنیو چارو کاندید وزیران هم ولسي جرګې ته د رایې د ترلاسه کولو لپاره ور وپیژندل شي.

یاده دې وی چې د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او د کورنیو چارو پخوانی وزیر بسم الله محمدي روانه اګست میاشت د افغانستان پرختیځو سیمو د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر ولسي جرګې له اعتماده واېستل. او د دوی دواړو وزاراتونه ختم کړل شو.

XS
SM
MD
LG