د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شام دې د نه الوت سیمه وګرځول شي"


د دمشق په څنډو کې له ودانیو د بریدونو وروسته د لوګو لوخړې خېژي
د دمشق په څنډو کې له ودانیو د بریدونو وروسته د لوګو لوخړې خېژي



ژباړه: ګل اياز
سرچينه: فارن پاليسي مجله

فارن پاليسي مجله ليکي په شام کې د حکومت نه منحرف شوي د شام آزادلو پوځ له امريکا او نړيوالې ټولنې څخه په لومړي ځل غوښتي چې د شام ځینې برخې دې د نه الوت سيمه وګرځول شي. مجله د شام مرستندویه ډلې ايس ايس جي د شريک مشر لویې ساکا په حواله وايي چې د شام رژيم په باغيانو هوايي بريدونه سيوا کړي او هغه ځايونه په نښه کوي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.

ايس ايس جي هغه ټولنه ده چې د شام آزادلو پوځ او د امريکا حکومت ترمينځ د اړيکو لپاره زمینه برابروی.

مجله د ساکا له خولې زياتوي دا یې وخت دی چې شام ځینې برخې د نه الوت سيمه ګرځول عملي کړل شي او په کار ده چې د هوايي بريدونو مخه ونيول شي. دی وايي چې د شام رژيم د هوايي قوت نه بغير نه شي کولای چې واک ټينګ کړي، د ساکا په وينا د حکومت جنګي الوتکي نه يواځي ياغيان په نښه کوي بلکې په هر ځای کې بمباري کوي چې په کې ولسی وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

مجله ليکي د امريکا حکومت لا تراوسه پوري شام د نه الوت سيمه ګرځولو په اړه فيصله نه ده کړې.
فارن پاليسي مجله ليکي چې په شام کې د نه الوت سيمه ګرځولو مخاليفين وايي چې په دغه هيواد کې مخالفو ګوندونو د دي غوښتنه نه ده کړي.

مجله د چارواکو په حواله د دې خبري تاييد کړي چې په دي روستيو کې په حلب او ادليب ښارونو کې د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ کې ياغيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم ياغيانو مهم بری ترلاسه کړي خو د هوايي بمباری مخه نه شي نيولي.

مجله ليکي د فرانس حکومت د ليبيا پشان د نه الوت سيمه ګرځولو په اړه په امريکا فشار راوړي. د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند د تير نهې په ورځ ويلي چې که چري د شام مخالف ګوندونه ياغيان ومني نو د هغوي حکومت به يې په رسمی توګه وپيژني.

مجله د شام مرستندویه ډلې ايس ايس جي شريک مشر لویې ساکا له خولي ليکي چې امريکا دې په جدي توګه شام د نه الوت سيمه ګرځولو په باب غور وکړي.

XS
SM
MD
LG