د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ تشدد ۱۲ تنه ووژل شول




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په لوی صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې پولیس وایي، د تشدد تازه پېښې د ښار په ګارډن، اورنګي ټاون، لانډي، بلوچ کالونۍ، کاردار او نورو سېمو کې مخې ته راغلي دي ـ په دغو پېښو کې د ګل او نهې د منځنۍ شپې راپه دې شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي ـ د پولیس په خبره په وژل شویو کې دوه د ایم کیو ایم افاق احمد ډلې غړي ، یو تن د ایم کیو ایم الطاف حسین ډلې او یو تن د پیپلز ګوند سېمه ایز مشر دی ـ

د تشدد یوه بله پېښه د ښار په اورنګي ټاون کې مخې ته راغلی ده چې د سېمې د پولیسو په خبره د رکشې یو ډریور پکې وژل شوی دی ـ د وژل شوي تن ورور نصرالله مشال ریډیو ته وویل، چې ورور یې تېره شپه په یو برید کې ووژل شول.

((ورور مې له ما مشر وو، ۴۰ کلن ووـ ده به ګاړی چلوو ـ بیګا په ۱۰ نمبر راتلو هلته ترهګرو په هغه حمله کړې ده ـ د هغه شپږ ماشومان دي ـ دا په کراچۍ کې ظلم شورو دی او په کراچۍ کې پښتنو سره انتهایي ظلم روان دی ـ دومره ظلم دی چې د بیانولو له پاره یې راسره لفظونه نشته ـ زموږ له چا سره هیڅ دشمني نشته))

د نصرالله په خبره دوی د سوات استوګن دي او له تېرې یوې اوږدې راهسي له خپلې کورنۍ سره د کراچۍ په اګره تاج کالونۍ کې استوګنه لري ـ

د ژغورنې د ادارې ایدهي ویاند انور کاظمي وایي دوي ته د ښار له کورنګۍ څخه د دوه داسې کسانو مړي په لاس ورغلي دي چې د وهلو ټکولو وروسته په ډزو وژل شوي او بیا یې مړي په بوریو کې بند کړل شوي دي ـ پولیس وایی په بوریو کې د بندو دواړو مړو پیژندګلوي تراوسه نه ده شوې خو دواړه کسان د رنګ او لباس څخه بلوچان ښکاري ـ

دښار هغه سیمې چې د تشدد تازه پېښې په کې رامنځته شوي دي ،استوګن یې وایي د بیګا راهسې ددوی په علاقو کې بازارونه تړل شوي دي او ویره خوره ده ـ
بلخوا د سند صوبې د پولیسو مشرفیاض لغاري وایي په کراچۍ ښار کې امنیتي وضعه ښه شوې ده ، هغه په ښار کې اوسنی کړکیچ د شخصي تربګنیو زیږنده وباله ـ

دیې وایي د وژنو،کلنګ اخیستنې او په نورو جرمونو کې پنځوس فیصده کمی راغلی دی ـ له دې علاوه په ښار کې د امنیت عمومي وضعه هم د پخوا په پرتله ښه شوې ده ـ ښار کې رامنځته کیدونکي زیاتره وژنې د شخصي دشمنیو زیږنده ده ـ که څه هم په ښار کې د پولیسو شمیره کمه ده خو بیا هم موږ لګیا یو د امن په ټینګښت کې خپل رول لوبوو ))

د یادونۍ وړ ده چې په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهسې د اخ و ډب پېښې دوام لري ـ دغه وژنې زیاتره وخت سیاسي،لساني او فرقه ایزه بڼې لري ـ

XS
SM
MD
LG