د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امن په انتظار یو چې خپل کور کلي ته ولاړ شو"




رابعه اکرم مشال راډيو

پراګ:- يو کس ددې لپاره خپل ټول عمر خواري او سختي په ځان تېروي چې د زوړوالي عمر یې په ارام او سکون تېرشي، خو په پاکستان کې د تره ګرۍ او د خراب امنیت له وجې د قبايلي سيمې يو شمير بوډاګان د جلوزو کډوالو کيمپ کې په ژوند کولو مجبوره او ګڼو مسلو ته مخامخ دي. دوی په دې اميد شپې سبا کوي چې کله خو به خپلو علاقو ته ستانه شي.

له مهمند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی اته شپيته کلن باچا خان چې په جلوزو کيمپ کې تقريبا له څلورو کالو راهيسي اوسيږي، وايي چې په دې عمر کې خپل کلی وطن د چا خوښ نه وي،

،،چرته چې موږ لوبي کړې،ږيره مو سپينه کړې،نو خپل وطن خو خپل وطن وي،که يو سړي ﻻړ شي خانه کعبې ته،او حج وکړي، خپل وطن ته راځي نو دومره خوشاله وې چې خپل کور ته ځمه،نو په دنيا کې د خانه کعبې نه بل ښه ځاى د مسلمان لپاره نشته،خو مسلمان په دغه وخت کې هم سوچ و فکر کوي چې خپل وطن ته ځمه،،

د خيبر ايجنسۍ حاجي عبدل ميران وايي چې له تيرو شپږو مياشتو راهيسي په کيمپ کې ژوند تيروي،او کله یې په ژوند کې دا سوچ نه وو کړی چې په خیمې ته به اړ کېږي.

،،تقريبا د ۲۲ کټونو حجره مې لرله،ميلمه دوستان به راسره وو، دلته خو په درېنم ګزه کپړه کې يو، په خولو کې لانده خیشته یو، بچي مې هم په تکليف کې دي،دلته له سخته مشکلاتو سره مخا مخ يو،د هر څه لپاره دلته سوال دې،،

ميرمن بخمينه وايي چې وخت داسي حالاتو ته راوستو چې بغير د څه څپره تر سره لمر لاندې ناست يو،خپل ښه وختونه څه دا رنګ يادوي،

،،په خپل وطن مو ښکلي بوټي او باغونه وو، ونې، غنم، شنه پياز، مرچکي هر څه به کيدل، هر څه مو خپل وو،خدائ مو ګناه معاف کړه چې خپل وطن ته ځو،،

د باجوړ اوسيدونکې فضل رحمان وايي، چې له ړومبۍ ورځې راهيسي له وړو وړو مسلو سره مخا مخ شوی دی،

،،خپل کور مو وو، خپله علاقه وه، دلته څه دي زموږ، زه دلته د ۲۰۰۸م کال راهیسې ډيره يمه،ماته څه نه ملاويږې،هغه ژوند ښه وو،که دا؟ څنګه چې زما حال دی، داسې د ټول کيمپ د خلکو حال دې،،

د آفتونو د نظم صوبايي اداري (پي ډي ايم اې)وياند عدنان خان مشال راډيو ته وويل چې هغه بې کوره شوي مشرانو چې عمرونه يي له ۵۰ کالو بره وي،هغوی ته هر قسمه ممکنه اسانتياوي ورکوي،

،، د افتونو د نظم صوبايي اداره (پي ډي ايم اې) د يو غير سرکاري ادارې په مرسته ضرورت منده بوډاګانو ته ويل چير(پایه دارې چوکۍ) ورکوي، له دې علاوه خوراک او په خصوصي توګه د صحت سهوليات ورکوي،،

نوموړې زياته کړه چې بوډاګانو ته په تر جيحي بنيادونو مرسته ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG