د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسیقۍ په ږغولو د ۱۷ افغانانو سرونه پرې کړل شول


فرهاد دریا په ۲۰۱۰م کال په هلمند کې په لسګونه زره کسانو ته د موسقي یو ستر بانډار جوړ کړ.
فرهاد دریا په ۲۰۱۰م کال په هلمند کې په لسګونه زره کسانو ته د موسقي یو ستر بانډار جوړ کړ.




د هلمند ولايت په موسا كلا ولسوالۍ كي وسلوالو طالبانو ددوو ښځوپه ګډون له اوولس تنه افغان وګړو سرونه پرې کړي دي. كه څه هم تراوسه د دې اوولسو كسانو داعدام اړه وسلوالو طالبانورسنيوته څه نه دي ويلي ،خو دولتي چارواكي وايي تيرشپه طالبانو دهغه اولسي بانډار پرمهال راټول سوي اولس تنه وژلي دي چي دموسا كلا ولسوالي په روشنايي كلي كي جوړ سوى وو.


د موسا كلا ولسوال نعمت الله صميم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل طالبانو دجاپاني په نوم د موسقۍ بانډار پنځلس نارينه چي دوه ښځې ورته رقصېدلي ووژلې.

خو د موساقۍ دكنسرت خبره دهلمند دوالي وياند داود احمدي رد كړه ويي ويل دموسا كلا ولسوالي په روشنايي كلي كي د طالبانو له لوري وژل سوي ټول كسان افغان وګړي او ددولت پلويان دي. هغه وويل طالبانو په دې ټولو كسانو دجاسوسۍ دشك ترڅنګ له دولت سره د مرستي ادعا كړي ده.

په همدي شپه وسلوالو طالبانو دواشير ولسوالۍ په ګورازان سيمه دملي پوځ ۱۲ سرتيري ووژل او څلور نور يي ټپيان كړل .

دهلمنددوالي وياند داود احمدي وايي پيښه تيره شپه رامنځته سو ي ده خو داچي دملي اردو دغه لس تنه سرتيري چا وژلي دي. په دي اړه تحقيقات روان دي. احمدي وايي كيداي سي داكار د یوه داخلي سازش له مخي سوى وى. اوداسې راپوټونه هم دي چې پر دې مهال پنځه تنه عسکر یا خو طالبانو تښتولي دي یا خپله تښتيدلي دي.

XS
SM
MD
LG