د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د نړیوال کانفرانس کوربه دی



د ايران په کوربه توب نن په تهران کې د يوسل او شلو پرمخ ودوهېوادونو کانفرانس پیل شو.د بې طرفه هیوادونو تحريک په دی غونډه کې شا و خوا د پنځه ديرشو هېوادونو مشران ګډون کوي.

په دې ساز مان کې دهندوستان په څیر لوی او د غرب الهند د جزيرو په شان واړه هیوادونه هم ګډون لري.

د ملګرو ملتونو د سر منشي بانکي مون نوم هم د هغو میلمنو په لیک لړ کې شامل و چې په دې غونډه کې به یې ګډون کولو ، خو د اسراییلو په اړه د ایران د ولس مشر محمود احمدي نژاد د وروستیو څرګندونو نه پس نوموړي په دې غونډه کې د نه ګډون پریکړه وکړه.

تهران وايي دوی به د بې طرفه هېوادونو د سازمان دا غونډه د غربي نړۍ د برلاسي توب د چیلنج کولو لپاره کاره وي.
XS
SM
MD
LG