د لاسرسي ځای

تازه خبر

سالارزو کې دځايي خلکو او طالبانو ترمنځ جنګ روان دی



په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې ځايي خلک وايي لاهم په سالارزو کې د وسله والو ډلو او د کلي د خلکو ترمنځ نښتې رواني دي.


دسیمې ځايي مشرانو پر حکومت غږ کړی چې ددوی او د طالبانو ترمنځ په جګړه کې دې مداخله نه کوي، ځکه دوی غواړي پخپله د وسله والو طالبانو خلاف جنګ وکړي او هغوي له سیمې پښو سپکولو ته اړباسي.

وسله وال طالبان چې شمیره یې سلګونو کسانو ته رسیږي، دوه ورځې وړاندې نوموړې سیمې ته ورغلي وو او کلی یې محاصره کړی و. دسیمې خلک وايي وسله وال طالبان له پولې پورې غاړې نه راغلي دي.

په دې جنګ کې دواړو غاړو ته د سر او مال د زیانونو د اوړیدو په اړه بیلا بیل رپورټونه خپاره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG