د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د حقاني شبکې دویم لمبر مشر بدرالدین وژل شوی'


جلال الدین حقاني او د ده زوی نذیر الدین حقاني. دا انځور د ۲۰۰۱ز کال دی. ویل کېږي د جلال الدین زوی بدرالدین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی
جلال الدین حقاني او د ده زوی نذیر الدین حقاني. دا انځور د ۲۰۰۱ز کال دی. ویل کېږي د جلال الدین زوی بدرالدین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی
ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: نیو یارک ټایمز

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپورټ کې راغلي، د تېری جمعې په ور ځ د پاکستان په قبايلي سيمو کې درې ډرون بريدونه شوي دي چې په کې لږ تر لږه ۱۸ مشکوکه وسله وال وژل شوي.


که څه هم د دی بريدونو له وجې د پاکستان او امريکا ترمنځ زوړ تاو تريخوالی بيا تازه شوی خو امريکايي چارواکي وايي، داسې قوي نښې نښانې ورته په لاس ورغلې دي چې ښيي د دې اوونۍ په ډرون بريدونو کې د حقاني ډلې دويم لمبر مشر او د سراج الدين حقاني کشر ورور بدرالدين حقاني وژل شوی.

حقاني شبکه په دې وروستېو کالونو کې د افغانستان په ښارونو او هلته پر مېشتو نړيوالو ځواکونو د بريدونو له پاره ذمه واره ګرځول شوې.

ورځپاڼه کاږي، که څه هم د پاکستان په قبايلي سيمو کې کره مالومات ترلاسه کول ګران کار دی خو که د بدر الدين حقاني د وژلو پخلی وشو نو دا به په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له پاره لويه کاميابي وي.

د ترهګرۍ مخنيوي مرکز د يو رپورټ تر مخې بدر الدين حقاني چې له ۳۰ کالونو يې عمر زيات دی، په افغانستان کې ورځني عمليات تنظېموي او د پېسو له پاره خلک تښتوي.

ويل کېږي چې بدرالدين حقاني او د هغه مشر ورور دواړه له شمالي وزيرستانه په افغانستان کې نېِغ په نېغه عمليات تنظيموي او په شمالي وزيرستان کې يې د ځايي جنګ سالارانو سره اېتلاف دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې تېر کال د اګست پر ۱۳مه د بدرالدين حقاني په اړه داسې مالومات ورکړي ول چې نوموړي د افغانستان پر نړيوال هوټل د بريد کولو حکم ورکړی وو.

په رپورټ کې راغلي که څه هم د پاکستان په قبالي سيمو کې د بدر الدین حقاني د وژلو خبرونه ګردش کوي خو د امريکا استخباراتي اداره سي آی اې چې ډرون بريدونه ترسره کوي تر دې دمه يې د دې پخلی نه دی کړی.

په رپورټ کې راغلي، د تېری جمعې پر ورځ د پاکستان په قبايلي سيمو کې اتلس وسله وال په ډورن بريدونو کې وژل شوي ول ، رپورټونه دي چې په وژل شویو کې د ايسټ ترکستان مومنټ (د ختیځ ترکستان غورځنګ) يو مشر ايتي يعقوب هم وو.

تر دې بريدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امريکا د سفارتخانې يو چارواکی رابللی وو او په رسمي توګه يې ورته پر ډرون بريدونو احتجاج وکړ.
XS
SM
MD
LG