د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست ښار کې ځای پر ځای ډېرانونه جوړ شوي


نجیب الله الوخېل

د افغانستان د خوست ښاریان په ښار کې د کثافاتو له ډېریدو شکایت کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې د ښار پاک ساتلو ته دې پاملرنه زیاته کړي.


د خوست ښار په یو شمیر سړکونو ،ویالو او لختیو کې د کثافاتو بدبوييو او چټلیو چاپیریال ککړ کړی او له کثافات ځایونو څخه د مرداریو واړه ، واړه امبارونه جوړ شوي دي. که څه هم په دې وروستیو میاشتو کې د ښاروالۍ یوې همکارې موسسې کانکریټي کثافات ځایونه جوړ کړل، چې ګمان کیده، په دې سره به بې ځایه ځایونو کې دکثافاتو دغورځولو مخه ونیول شي او دښاروالۍ د تنظیفاتو موظفین به په اسانۍ سره له ښاره کثافات وباسي ،خو په ټولیز ډول دا بهیر کمزوری دی او ښار لا تر اوسه ناپاکه دی.

بلخوا د ښار پاک ساتلو دکلتور مراعت په خپله دښاریانو دنده او مکلفیت دی ،که چېرې خلک د ښار او چاپېریال پاک ساتلو کې برخه واخلي، نو په اسانۍ سره د چاپېریال د ککړتیا مخه نیول کېږي اود محیط د پاک ساتلو ستونزه هم له منځه ځي.

په دې اړه څو تنو د خوست ښاریانو مشال راډیو ته خپل نظرونه په دې توګه څرګند کړل: (( نوم مې نجیب الله تڼیوال دی د خوست ښار اوسېدونکی یم، په ريښتیا هم په ښار کې کثافات ډیر دي، تاسو دا لختۍ وینئ، چې له کثافاتو ډک دی، پیاده روونه هم همداسې دي، ښار زموږ مشترک کور دی او موږ ټول مسوولیت لرو،چې ښار پاک وساتو.))

د عبدالحي په نوم یو بل تن ځوان بیا له ښاروالۍ غواړي، چې د ښار پاک ساتلو ته دې پاملرنه ډېره کړي. دی له ښاریانو غواړي، چې کثافات دې ټاکلو ځایونو ته ورسوي.

مشال راډیو سره د غفار ارغوان په نوم یو بل کس په خبرو کې وویل، په ښار کې چټلۍ ډېرې دي او لامل يې دا دی، چې په یوازې ځان د ښاروالۍ ریاست، ښار نشي پاکولای.

د چارو کتونکی میرولي جان لکڼوال د ښار ککړتیا او ناپاکوالي یو لامل د ښاریانو کمزوری ښاري کلتور بولي او اندیښنه ښکاره کوي، چې باراني اوبه د راوتلو پر مهال له کثافاتو سره ګډېږي، بدبويي جوړوي او ښار د مینځلو پرځای نور هم له کثافاتو ډکېږي او په دې توګه ښاریان په یو شمېر ناروغیو مصاب او اخته کیږي.

نوموړی وايي: ((لکه څرنګه چې لازمه ده زموږ د ښاریانو په منځ کې د ښار د پاک ساتلو کلتور نه دی پیاوړی، په ځانګړي ډول خوست ښار باندې خبرې کوو، دا چې دا ښار ډېر کوچنی دی، که چېرې کثافات په همدې توګه دوام پیدا کوي او په هغه وخت کې ، چې سېلابونه راځي او له دې کثافاتو سره ګډېږي، نو د خلکو لپاره د صحي ستونزو د پیدا کېدو لامل ګرځي.))

ښاغلي لکڼوال له مدني ټولنې څخه د خلکو په عامه پوهاوي کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د ده په خبره، خلک باید پر دې پوه شي، چې د چاپېریال ساتنه څومره ارزښت لري، د دې ترڅنګ دیني عالمان، محصلین، استادان او زده کوونکي هم په دې برخه کې موثر تمامیږي.

د ښاروالۍ ریاست مرستیال انجینر شریف وايي، د دوی تنظیفاتو، موظفین په ټول توان هڅه کوي چې ښار ژر، ژر پاک شي، خو ښاروالي هم د تنظیفاتو لپاره کافي پرسونل او تخنیکي امکانات نه لري، هغه په کلکه له ښاریانو غواړي، په دې برخه کې دې مرسته وکړي او هغه څوک چې د ښار پاک ساتلو ته توجه نه کوي یا د کور او دوکان کثافات سړکونو او لختیو ته غورځوي، نو هغوی دې په نرمه لهجه پوه کړي چې د دوی له دې بې احتیاطۍ سره هر ښاري ته زیان رسېږي، په دې توګه به موږ د یو پاک او باکلتوره ښار څښتنان شو.

د کتونکو له انده، خوست ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی او ښار هم په رهایشي یا د استوګنې په ساحو کې لویږي او پرمختیا کوي چې په دې ځایونو کې په فني توګه له مخکې ښاري خدمتونه په پام کې نه دي نیول شوي. د ښار نوې سوداګریزې ساحې، چې د اړتیا له مخې رامنځته کېږي په طبعي توګه له دا ډول ستونزو خالي نه وي، خو ښاریان او ښاروالي په ګډه کولای شي دا ستونزه هواره کړي.
XS
SM
MD
LG