د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون به تهران ته ځي


ملګرو ملتونو تایید کړې ده چې سیکرټرې جنرل بان کي مون په راروانه هفته کې په تهران کې د غېر اتحادي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون اراده لري، ملګرو ملتونو وېلي، بان کي مون به دغه موقع د ایران دایټمي پروګرام، ترهه ګرۍ، انساني حقونو او په شام کې د روان بحران په اړه دنړیوالې ټولنې داندیښنو او توقعاتو د څرګندولو لپاره استعمال کړي.

بان کې مون به د روانې میاشتې د ۲۹ مې نیټې نه تر ۳۱ مې نیټې پورې په تهران کې وي.
د اسراییل وزیراعظم بینجمین نیتن یاهو په نوموړي دغه غونډه کې د ګډون نه کولو لپاره زور راوړې وو.

امریکا هم واضحه کړې وه، چې دوی غواړي چې د ملګرو ملتونو مشر ددې غونډې نه بایکاټ وکړي. ایران د خپل لانجمن ایټمي پروګرام په سر د غربي نړۍ سره اختلافات لري. په ایران باندې د شام رجیم ته د وسلو ورکولو تورونه هم دي، او د اسراییل خلاف د لفظي جنګ په لړ کې دایران د مشرانو غندنه هم کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG