د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو ادعا: پوځي سرچینو د عملیاتو تفصیل راکړی




عبدالحی کاکړ مشال راډيو

براګ:- تحريک طالبان پاکستان دعوا کړې، د پوځ په مرکز جي ايچ کيو کې يې له خپلو سرچينو داسې استخباراتي رپورټ ترلاسه کړی چې پکې د شمالي وزيرستان د عملياتو زياتره تفصيلات ورکړل شوي دي.

دا دعوا تحريک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ ميډيا ته په جاري شوي بيان کې کړې ده. د طالبانو وياند احسان الله احسان په دې بيان کې ادعا کړې چې په شمالي وزيرستان کې يې د عملياتو تفصيل په پنډی کې د پاکستاني پوځ په مرکز جې ايچ کيو کې له خپلو سرچينو ترلاسه کړی دی.

طالبان زياتوی دوی مزاحمت ته تيار دي.

بلخوا د مشال ريډيو د پوځ د غبرګون د ترلاسه کولو هڅه کاميابه نه شوه.

د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی د خيبر پښتونخوا پخوانی مشر بريګيډيئر اسد منير د طالبانو دا دعوا بې باوره بولې .

( دا بې باروه خبر ده، کله چې پوځ منصوبه بندي کوي نو هغه پوځ ته پخپله نه وي مالومه، يوازې يو څو کسانو ته مالومه وي. دا هغوی د ځان د معتبرولو لپاره ويلي چې زموږ په پوځ کې خلک شته. دوی د پوځ مورال راغورځول غواړي چې په پوځ کې څه خلک له موږ سره دي او څه خلک له موږ سره جنګ کوي.)

د رپورټ د کره والي يا نا کره والي د بحث پرته پوښتنه داده چې د طالبانو د پوځ د راز ونو د په ډاګه کولو دغسې دعوې په پوځ، پاکستاني ولس او نړيوالو څه اثر اچولی شي. اسد منير يوځلي بيا .

( پر پوځ به ددې هيڅ اثر نه کيږي خو پر دنيا به يې کيږي. کوم خلک چې وايې طالبان که پاکستانيان دي که افغانان دا ټول آي ايس آی جوړ کړي دي او هغوی چې کله وغواړي نو نو بریدونه کوي او چې نه غواړي نو نه يې کوي، نو په هغو خلکو يې اثر کيږي چې په هغو کې د پاکستان هم ډير خلک دي.دنيا کې کيدای شي اثر وشي چې څوک پوه دي په هغو نه کيږي)

که څه هم د پاکستاني طالبانو لخوا په بيلا بيلو پيښو او موقعو وخت پر وخت بيانونه مخي ته راغلي خو دالومړی ځل دی چې دوی په پوځ کې دننه د خپلو سرچينو دعوې کوي او يو ادعا شوی رپورټ په ډاګه کوي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان له امريکا سره اړيکي د رغيدو پر لور رواني دي چې پکې د پاکستان لخواپه شمالي وزيرستان کې د آپريشن کولو اشاره يو مهم پرمختګ بلل کيږي.

ددې هيواد د آزادۍ د ورځي په موقع د پوځيانو يوې دستورې ته د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني په شمالي وزيرستان کې د عملياتو خبره په دې انداز کړې وه چې که چرته دوی په دې ايجنسی کې د آپريشن ضرورت وويني نو دا به د بهرنيو په خوښه نه وي.

XS
SM
MD
LG