د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې نن اختر دی



دا ځل د اختر په مانځلو کې د وزیرستان خلک د افغانستان او عربستان نه هم مخکې شوي، په سعودي عربستان او افغانستان کې ښايي سبا اختر وي، او پاکستان به وروسته اعلان کړي چې وړوکی اختر به په کومه ورځ نمانځي، خو د پاکستان په قبایلي سیمې ټول شمالي وزیرستان او د جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، بېګا د ۱۳ کسانو یو ټولی د میر علي بلال جومات ته ورغی او په شرعي توګه یې د میاشت لیدلو شهادت ورکړ چې تر دې وروسته ځايي رویت هلال کمېټۍ د اختر اعلان وکړ. د اختر له اعلان سره سم، په شمالي وزیرستان کې خلکو خوشالۍ پیل کړې دي.

بل پلو ته له شمالي وزیرستان سره په پوله پرتو د جنوبي وزیرستان په ځینو برخو کې هم نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د جنوبي وزیرستان په لدا بدینزۍ، شکتوی، سمل، دوبړ او منتوی کلیو کې نن اختر دی.

د شمالي او جنوبي وزیرستان خلکو له افغانستان او سعودي عرب سره روژه نیولې وه.

XS
SM
MD
LG