د لاسرسي ځای

تازه خبر

نغمه وايي:پاکستان ایوارډ راکوي، دادافغانانو ویاړدی


هنرمنده نغمه
هنرمنده نغمه


نجیب عامر

افغانه هنرمنده نغمه وايي، د پاکستان حکومت ورته د تمغه امتیاز د ورکولو پریکړه کړې ده. تمغه امتیاز دپاکستان یو له لویو هنري جایزو څخه دی چې د ښه کار په بدل کې یې حکومت هنرمندانو او مهمو شخصیتونو ته ورکوي.



غمه
غمه
نغمې چې د مشال راډیو سره یې ځانګړې مرکه کوله زیاته یې کړه چې د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین ورته ددې خبرې پخلی کړی چې دا ایوارډ به ورته د اختر نه پس ورکول کیږي.


نغمه وايي، دپاکستان د حکومت نه د ایوارډ په اعلان خوشاله ده او داد ټولو پښتنو لپاره دویاړ ځای ګڼي، خو که د افغانستان حکومت هم خپلو هنرمندانو ته دا ډول ایوارډونه ورکړي نو دابه دافغان هنرمندانو لپاره د مورال د لوړ والي سبب وګرځیږي.

نغمه
نغمه
نغمه زیاتوي، په دې وروستیو کې چې د کونړ د پېښو په سر د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوي، دا پرې خپه ده. هغه وايي،دواړه هیوادونه وروڼه دي او پکار نه ده چې د یو بل خلاف خپلې زمکې وکاروي. د نوموړې په اند هنرمندان دافغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره مهم رول لوبولی شي.
د نغمې سره مرکه لاندې اوریدلی
شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG