د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا عمر د اختر مبارکي له کرکې ډکه ده. جنرال الن


په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان الن
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان الن




په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جان الن په یوه بیان کې د طالبانو د مشر ملا عمر وروستی پیغام غندلی دی.

د ایساف لخوا په خپرې شوې یوې خبر پاڼې کې د جنرال جان الن بیان را نقل کړل شوی دی چې په کې لیکل شوي د اختر د خوشالیو او مبارکۍ ورځې په مناسبت هم ملا عمر افغانانو ته د مرګ، کرکې او نهیلۍ پیغام ورکړی دی.

د جان الن بیان وايي، په اختر کې خلک یو بل ته د روژې د سپېڅلې میاشتې پای ته په رسېدو مبارکۍ وايي خو ملا عمر په خپل پیغام کې د یاغیانه عملیاتو، غچ اخیستو، مړینو، درواغو او د وژونکو د ناسم اتحاد خبره کوي.

د طالبانو مشر ملا عمر په خپل بیان کې خپلو کسانو ته د ده په وینا د جهاد د بریاوو مبارکي ویلې ده. په دې بیان کې ویل شوي چې طالبانو د دوی په وینا د دښمن په لیکو کې نفوذ کړی دی. د ملا عمر په بیان کې راغلي چې د افغانستان د حکومت او امریکا تر منځ ستراتیژیکو همکاریو تړون نه مني.

XS
SM
MD
LG