د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیمروز کې دوه ځانمرګي ووژل شول





د افغانستان په نیمروز ولایت کې د ملي امنیت ادارې ویلي، په هغو عملیاتو کې چې درې ورځې مخکې له پولیسو سره په ګډه تر سره شوي، دوه ځان مرګي یې وژلي او درې وسله وال یې نیولې دي.

د ملي امنیت ادارې له ریاسته په خپور شوي بیان کې ویل شوي دې کسانو د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو پر مهال د نیمروز په زرنج ښار کې د حملو پلان درلود. د بیان تر مخې، وژل شوي کسان ملا ستار او عبدالله نومېږي او دواړه ایرانیان دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، درې واړه نیول شوي کسان هم د ایران اتباع ول. په بیان کې ویل شوي، ملي امنیت چې د ترهګرو ډلې دوه غړي ووژل او درې نور یې ونیول نو د دوی د ملګرو یوه پینځه کسیزه ډله چې پر وسلو او ځانمرګو بریدونو پر واسکټونو سمباله وه هم په ښار کې پټه وه.

پولیسو چې کله د دې ډلې د نیولو هڅې کولې نو دې ټولو ځانمرګو د زرنج په ښار کې خپل واسکټونه والوزول او لسګونه ملکي وګړي یې ووژل. د ملي امنیت ریاست بیان وايي، په لومړیو پلټنو کې ټولو نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي دي. بیان زیاتوي، له نیول شویو وسله هم تر لاسه شوې ده.

XS
SM
MD
LG