د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شییعه ګانو وژنه: ګلګتیان لس ورځنی ویر لمانځي



د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې په څنډو کې د وژل شویو ۱۹ تنه شییعه ګانو مړي خپل کورني ټاټوبي ته د استولو وروسته خاورو ته وسپارل شول.

د ګلګت بلتستان وزيراعلی مهدي شاه د درو ورځو سرکاري ویر اعلان کړی دی، خو د شيعاګانو تنظيم ملت جعفريه د ١٠ ورځنۍ ویر اعلان کړی دی.

په پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسې چې کومه تنګ نظري او انتها پسندي موجوده ده د دې په رڼا کې ځیني داسي قوتونه په وجود کې راغلي دي چې د هغوی په نظرکې شيیعه ګان يا هغه خلک چې د دوی غوندې مذهبي خيالات نه لري، کافران يي ګڼي او د دوی په نظر چې دا زموږ ذمه واري ده چې ملک له دغه ډول خلکو پاک کړو

اېمل خټک


دغه کسان د مانسهرې د ناران له لارې په مساپر بسونو کې ګلګت بلتستان ته په لاره کې د دره ادم خېل یوې ډلې طالب وسله راکښته کړل او د شناختي کارډونو د کتو وروسته یې په ډزو غلبېل کړل.

د ګلګت ډي آی جي علي شېر وايي وژل شوي ١٩ کسانو کې د دولس د ګلګت بلتستان د استور ضلعي وو، د ٥ تعلق د ګلګت ضلعي سره او د پاتې دوه کسانوتعلق د پنجاب او سند صوبو سره دی.

له پيښي ورستو په ګلګت ښار او استور کې شيیعه ګانو احتجاجې مظاهرې کړېدي. د ګلګت يو مقامې تن شير غازي وايي چې له تيرې ورځې راهیسي ګلګت بازار بند دی.

په تيرو شپږو مياشتو کې دا دریمه پيښه ده، په فبرورۍ مياشت هم په کوهستان کې طالب وسله والو ګلګت ته تلونکې بسونه ودرول او د مسافرو شناختي کارډونه کتلو ورستو یې ١٨ کسان په ډزو ووژل، دويمه پيښه په اپريل مياشت په چلاس کې شوي وه چې پکې وسله والو ٩ کسان له بسونو راکوز کړل او یې وژل.

د سيمه ايزو چارو کارپوه اېمل خټک وايي، ((په پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسې چې کومه تنګ نظري او انتها پسندي موجوده ده د دې په رڼا کې ځیني داسي قوتونه په وجود کې راغلي دي چې د هغوی په نظرکې شيیعه ګان يا هغه خلک چې د دوی غوندې مذهبي خيالات نه لري، کافران يي ګڼي او د دوی په نظر چې دا زموږ ذمه واري ده چې ملک له دغه ډول خلکو پاک کړو.))

نوموړي زياته کړه چې د فرقه واريت ترشا ځینې خارجي قوتونه هم شته او هغوی د دې ساده خلکو مذهبي احساسات او جذبات استعمالوي چې په ملک کې انتهاپسندي نوره هم زياته کړي.


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG