د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان و پاکستان د راکټي بریدونه ګډه پلټنه کوي


افغان چارواکي وایي، له پاکستان سره په سرحدي سیمو کی د راکټي بريدونو د زیاتوالي په باب، چې د دواړو ګاونډیو تر مینځ یی تعلقات کړکیچن کړي ، یو تړون ته رسیدلي دي چې له مخې به یې د دغو پیښو په ګډه تحقیقات وشي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وویل یوه ګډه پوځي ډله به د پاکستان سره د هیواد شرقي سرحدي سیمې ته د پلټنو لپاره لیږل کیږي.

((افغان ولسمشر د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړی چې په سمدستي ډول دې په سرحدي سیمو راکټي بریدونهودروي. هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د پاکستان له اړخه حملې د پاکستان او افغان وګړو تر مینځ پر ملګرتیا منفي اغيزي کوي نو دا حملې دې زر تر زره بندې کړل شي. ))

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي پر پاکستان تورونه لګوي چې په ورستیو میاشتو کې د دوی پر سرحدي سیمو د پاکستان لخوا راکټي بریدونه زيات شوي دي. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وایی چې یواځي د وسله والو د بریدونو په ځوابي کاروایي کې داسي کیږي.

XS
SM
MD
LG