د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تره ګرو خلاف به پخپله کاروايي کوو: پاکستان





د پاکستان خارجه دفتر ودانۍ کې اونيزې خبرې غونډې ته د څرګندونو پر مهال د خارجه دفتر وياند معظم علي خان وويل چې له امریکا به د سياسي،معاشي او امنیتي چارو په ګډون په ټولو څانګو کې مرسته وغواړي خو هېچا ته به په خپله خاوره کې د کاروايي اجازت نه ورکوي.

د شمالي وزيرستان آپرېشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وياند د امريکایي سفير هغه بيان وستایيلو چې وايي پاکستان کې به په هیڅ ډول پوځي کاروايي کې برخه نه اخلي خو که پاکستان له دوی یو ډول مرسته يا معلومات وغوښتل نو هغه به ورکوي.

د ده په وېنا د شمالي وزيرستان آپرېشن خبره د پاکستان د خپلواکۍ معامله ده او پاکستان له لومړۍ ورځې ویلي دي چې په خپله خاوره به د تره ګرو خلاف کاروايي پخپله کوي او دا چې پاکستان د دغه ډلو خلاف د کاروايي توان لري.

وياند زياته کړه چې که دغه لړ کې څوک د پاکستان د معلوماتو يا استخباراتو په برخه کې مرسته کول غواړي نو کولای یې شي خو هېچا ته به د خپلې خاورې د خپلواکۍ خلاف ورزي کولو اجازت ورنکړي.
معظم علي خان دا هم وویل چې د پاکستان جوهري وسله په خوندي لاسونو کې ده او په دغه لړکې چاته د پرېشانه کېدو ضرورت نشته.

د نوموړي په خبره چې کله مشال رېډيو د سيمه ايزو او دفاعي چارو د کارپوه خادم حسين په وړاندې کېښوده نو هغه وویل، چې په پاکستان کې د تره ګرو د شتون په اړه د ايران او چين په ګډون ټولو ګاونډي ملکونو ته اندېښنه ده او ځکه پاکستان هم د ترهه ګرو خلاف د کاروايي له پاره کړنلاره ټاکلې ده .
دخادم حسين په خبره دا کاروايي به ډېره زر شورو کړل شي.

دخبري غونډې دوران معظم علي خان دهغه خبرونو ترديد وکړو چې ګنې پاکستان کې قېد د طالبانو کمانډر ملابرادر سره افغان چارواکو ملاقات کړی دی.

رياض موسه خېل

اسلام آباد

XS
SM
MD
LG