د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام غړیتوب ځنډولو لپاره د او ای سي غونډه


د سعودي عرب باچا عبدالله د اسلامي همکارۍ د تنظیم او آی سي د سر مشریزې پرانسته وکړه چې د مسلمانانو د یووالي لپاره رابلل شوې.

تمه ده چې په دې غونډه کې به زیاتره د شام د بحران په اړه په داسې حال کې خبرې کیږي چې د روانې هفتې په سر کې د او آی سي خارجه وزیرانو وړاندیز کړې وو چې دې ۵۷ هېوادیز بلاک کې دې د شام غړیتوب وځنډول شي.

د تیونس صدر منصف مرزوکي، چې دغه هېواد کې د پاڅون وروسته دتېر کال په آزادو انتخاباتو کې منتخب شوې، د سرمشریزې نه یې د شام خلاف د سختو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې.

په دې غونډه کې دایران صدر احمدي نژاد هم ګډون کوي چې د شاه عبدالله سره په جوخته چوکۍ ناست وو او څیړونکی دې ته په اشاره سره وايي دا هم د جوړ جاړی یو ګام دې. د شام په شخړه کې سعودي عرب د باغیانو ملاتړ کوي او ایران د شام دصدر بشارالسد ملاتړې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG