د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیاني خبره سمه نه ده سپینه کړې


د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني
د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني


ژباړه: هارون باچا


له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپله اداري کې ليکي، د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق پرويز کياني له خوا شوې د تېر ګل د ورځې په وينا کې ډېری هغه خبرې چې بايد په ډاګه شوی وای، همدغسې مبهمې پاتې شوې دي .

جنرال کياني البته يوه خبره سپينه کړې او هغه دا چې د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پر ضد جګړه د پاکستان خپله ده او دا چې د دې هېواد خپل خلک په کې ګېر شوي .

د ډان ورځپاڼې په وينا، دا رقم خبرې مخې ته راتلل مهم دي، خو په پاکستان کې اوس هم ډېری خلک دا فکر کوي چې هېواد يې پردی جنګ کور ته راوړی، او يا دا چې د پاکستان دننه کېدونکیو د تشدد پېښو تر شا بهرني لاسونه دي .

ورځپاڼې ليکلي، هغه څه چې پاکستاني ايسټيبلېشمنټ يې بايد روښانه کړي، دا دي چې اصلي دښمن څوک دی . د ورځپانې په باور دا خبره د ۲۰۰۱ کال راهېسې، له کله نه چې پاکستان له ترهګرۍ ضد نړيوالې جګړې سره ملګری شوی، همداسې مبهمه پاتې ده .

ډان ورځپاڼې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د پاکستان هم دې ناروڼې پاليسۍ ته په کتنه ځينې پوښتنې کړې دي . وايي، څه وجه ده چې حافظ سعيد ښه په خلاص مټ عوامي جلسې کولی شي، او بيت الله مسود ته دښمن وويل شول، او اوس د هغه ځای ناستي حکيم الله مسود ته هم د يو دښمن په سترګه کتل کېږي .ولې بلوچ بېلتون خوښي تري تم کړل کېږي او ناقانونه ګرځول شوې ډله لښکر جهنګوي کولای شي چې له شيعه مسلک سره تړلي هزاره خلک په نښه کړي او په خپله د قانون له منګولو بچ ووځي .

ورځپاڼې دغه راز پوښتنه کړې ، هغه څه شی دی چې له کبله يې منګل باغ د پاکستاني پوځ هدف ګرځېدلی او د حقاني شبکې غړي له افغانستان سره په لګېدلې پوله په خوندي پټن ځايونو کې اوسي .

د ډان ورځپاڼې په اداريه کې ويل شوي، دا خبره چې له دې ترهګرو ډلو څخه د ځينو د عملياتو مخه يې پاکستان ته ده، او ځينې نور يې بيا له پاکستانه د باندې د دې هېواد د ګټو لپاره مهم دي، بايد پاکستاني سيکيوريټي اېسټيبلېشمنټ تر اوسه ښه درک کړې وي . په اداريه کې همداراز راغلي، له دې کبله چې ځينې ترهګرې ډلې په سيمه کې د پاکستان د ګټو لپاره مهمې ګڼل کېږي، د دې هېواد بهرنۍ پاليسي له يو لړ ستونزو سره مخامخ شوې . د ورځپاڼې په باور، تر ټولو غټه يوه دا ده چې په بهر نړۍ کې زياتره خلک پاکستان ته د ترهګرۍ د يو ملاتړي هېواد په توګه ګوري .

جنرال کياني که څه هم په خپلې وينا کې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د پاکستان د ملکي ادارو د کمزورتياوو او همداراز د قانوني نيمګړتياوو په څېر د مسالو يادونه وکړه، خو ډان ورځپاڼه د خپلې اداريې په پای کې وايي ، تر هغې چې د پاکستان دننه ځينو ته د ښو او ځينو نورو ته د بدو ترهګرو په سترګه د کتل کېدو پاليسي له مينځه تللې نه وي، د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې ګټل به ناشونی وي .

XS
SM
MD
LG