د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو غورکوي"


په کابل کې د امریکا نوی سفیر جیمزکنینګم وایي، د اسې نښې لیدل کیږي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو غورکوي.

جمزکنینګم دا څرګندونې پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې. هغه پرون د امریکا د نوي سفیرپه توګه رسما په کارپیل وکړ.

کنینګم وویل چې مختلف عناصر په دې مسله کې رول لوبوي، تراوسه پورې د یوې خوا هڅو هم څه خاص نتيجه نده ورکړې خو دده په وينا داسې نښې ویني چې طالبان اوس په دې غور کوي چې په راتلونکې کې څه ډول لاره خوښه کړي.

هغه همدا شان وویل، امریکا له ګوانتینامو زندانه د طالب بندیانو د خوشې کولو يا نه کولو پریکړه نده کړې.
د امریکا نوي سفیر د سولې په خبرو د پاکستان رول هم مهم وباله او ویې ویل غواړي ، پاکستان د همکاری په برخه کې یومثبت رول ولوبوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG