د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر د ولسمشر سلا کار شو


د افغانستان دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردګ
د افغانستان دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردګ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ګل په ورځ د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردګ چې په دي روستیو کي پارلیمان له څوکۍ لري کړي وو، خپل لوړرتبه سلاکار ټاکلي دی.

د افغانستان د ولسمشر له دفتره په جاري شوی بيان کې ویل شوي چې عبدالرحیم رحیم وردګ په پوځ کې د اصلاحاتو، د امنیتي او دفاعي څانګو د پراختیا او پر مختګ په چارو کې د ولسمشرلوړرتبه سلاکار ټاکل شوی دی.

جنرال وردګ او د کورنیو چارو پخوانی وزیربسم اله محمدي په څلورم اګست ولسي جرګې د امنیتي ستونزو او د پاکستان له لورې د راکټي حملو په مخنیوی کې ناکامه وبلل او د عدم اعتماد ووټ اخیستو کې بریالي نه شول.

ولسمشرکرزي دوی دواړوته اجازه ورکړه چې د سرپرست وزیرانو په توګه خپل کارته دوام ورکړی خو وردګ ناڅاپه استعفا ورکړه.

XS
SM
MD
LG