د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سرکاري افسرانو لپاره نوې تبادله پالیسي





د پاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف په بلوچستان کې د افسرانو د تعيناتۍ لپاره د نوې تبادله پاليسۍ منظوري ورکړېده.

د وزيراعظم هاؤس له خوا جاري شوې اعلاميیي ترمخه نوې تبادله تګلاره به په صوبايي انتظامیې، ضلعي انتظامیې او پوليس ګروپ په افسرانو لاګو کيږي.

ډير افسران بلوچستان ته تلل نه غواړي چې لوجې په اکثره موقعو په دغه صوبه کې د افسرانو کمی وي او د حکومت په نوې تګلاره سره به دا تر ډيره حده هواره شي.

حسن عسکري

د اعلاميي ترمخه د بلوچستان ډوميسایل لرونکي هغه افسران چې له دې صوبې يي باهر د وظيفي درې کاله پوره شوي وي بیرته خپلې صوبې ته استول کېږي، له دې علاوه هغه افسران چې بلوچستان کې يي وظيفه نه وي ترسره کړي نو د هغوی تبادله به هم بلوچستان ته کېږي.

د نوي ټرانسفر پاليسۍ له مخې هغه افسران چې په بلوچستان کې د خپلي وظيفي درې کاله پوره کولو وړاندي بلې صوبې ته تبادله شوي وي نو هغه افسران به هم يو ځل بيا په بلوچستان کې پر دنده ګمارېږي.

اعلامییه زیاتوي د نوې تبادلې تګلارې لاندي صوبي ته اهل او باصلاحيته افسرانو راتللو سره به صوبايي حکومت نور هم مضبوط شي او دا شان به په صوبه کې یو مثبت بدلون راشي،

د سياسي چارو نظر لرونکى حسن عسکري وایي، ډير افسران بلوچستان ته تلل نه غواړي چې لوجې په اکثره موقعو په دغه صوبه کې د افسرانو کمی وي او د حکومت په نوې تګلاره سره به دا تر ډيره حده هواره شي.

د سياسي چارو يو بل کارپوه سليم احمد وایي چې له دې حکومتي ګام سره به په بلوچستان کې څه نا څه بدلون راشي خو دا بدلون په يوه ورځ کې نه شي محسوسېدای بلکې وخت به اخلي.

نوموړي زياته کړه هغه بيوروکريټان چې مخکې به یې بلوچستان ته له تلو ډډه کوله اوس به ددغه نوې تګلارې لاندي هغوي هم دغه صوبې ته تبادله کيږي. دا یو ښه پاليسي ښکاري خو ضرورت ددې خبرې دی چې په صحيح معنو کې عمل پرې وشي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG