د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بلوچستانه کډه کولو ته اړ شوي یو. هندو پچاییت




نیازموساخېل، کوټه

د بلوچستان په قلات کي د هیندوانو پنچاییت وایي،چې له تیرې نږدې مودې راهسیې، دوی له سختو امنیتي ستونزو سره مخامخ شوي دي او د پېسو لپاره یې تېښتونه اوس عامه خبره ګرځېدلې .دوي زیاتوي،دې حالاتو ته په کتواوس یو بل بل هیواد ته د ستنېدو په فکر دي.

په قلات کي د هیندو پنچاییت یو مشرډاکټردیوان هري چند له مشال ریډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په بلوچستان کي هیندوان له بدو حالاتو سره مخامخ دي. ؛؛موږ دلته له پیړیو پیړیو راهیسې اوسیږو. موږ تل پرامنه خلک پاتې شوي یو. هیڅ کله مو چاته تاوان نه دی رسولی خو له تېرو څو کلونو راهیسې له بې امنیتۍ سره مخامخ یو. په بیا ځورېږو. د هندو کورنیو کسان د پېسو لپاره تېښتول کیږو او یا هم په کاروبار کي تنګول کیږو،چې له وجي موږ بیخي پریشانه یو .سرکار غوږ نه راته نیسي او په قبایلي توګه که کله حل و موندل هم شي، نو غه عارضي ثابته شي .باور وکړه، هیڅ سکون و آرام مو نشته. د تېښتېدو له ویرې بهر نه شو راوتلای او په کورونو کي دننه بند شوي یو.؛؛


سږکال زموږ مذهبي مشر (مهاراج (یې هم تېښتولی وو او له ۳ میاشتو برمته کېدو وروسته چې کله یې پېسې ورکړې،بیا را خلاص شو .له خضدار، قلات، کوټې او نورو سیمو تر اوسه نږدې ۱۰۰ او یا هم زیات هیندوان تېښتول شوي دي. ځینو خو له پېسې ورکولو وروسته ځان را خلاص کړو او ځینې ووژل شول. دا وخت هم ۳ هیندوان له قلاته تېښتول شوي دي او ۱۵ ورځي وشوې،د دوی هیڅ درک نه لګېږي. دغه صورتحال ته په کتو،موږ مجبوره یو چې یو بل هیواد ته کډه وکړو؛ولي چې موږ خو به هر څه و زغمو،خو زموږ د راتلونکي نسلونو د ژغورلو لپاره خو به څه نا څه کوو.٬٬

بل اړخ ته د بلوچستان د کورنو چارو محکمې سیکرېټري نصیب الله بازيي وایي،وضعه دومره هم نه د خرابه،لکه څومره چې بیانیږي .دی زیاتوي،حکومت تل د هیندوانو د امنیت ساتلو هڅه کوي.

یاده دي وي،د سیند صوبې ځینې هیندوانو هیند ته د کډه کولو له خبر وروسته،اوس په بلوچستان کي هم هیندوانو غږ راپورته کړی چې دوی په بدو حالاتو کي شپې سبا کوي او اوس په دې فکر کي دي،چی له پاکستانه یو بل هیواد ته کډه وکړي.

XS
SM
MD
LG