د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر له بنګړو سره



بازمحمد عابد، جلال اباد

بنګړی د ښځينه سينګار داسې يوه برخه ده چې له زمانو راهيسې يې پښتنې نجونې او ميرمنې په ليچو کوي.د پښتنو په ډيرو سيمو کې نجلۍ ته له پيدايښته څو ورځې وروسته بنګړي په ليچو کوي او د عمر ډيره برخه يې ډول ډول بنګړي د خپل مړوند ښکلا جوړوي.

اوس به راته سل خبرې جوړې وې
ښه دی چې په لاس کې مې بنګړي نه وو


اکثره نجونې بنګړي کال و سر په ليچو کوي خو په ځانګړې توګه په اخترونو او ودونو کې نجونې بيا په ډيره علاقمندۍ بنګړي خوښوي.

اوس چې اختر رانيږدې شوی، نو ماشومانې نجونې د اختر په جوړه کې تر بل هر څه د مخه د بنګړو د اخيستو په تکل کې دي.

يوه ماشومه نجلۍ کوچۍ وايي، چې مور يې ورته يو درځن بنګړي اخيستي، اختر راروان دی، هغه به زه په لاسونو کې اچوم.

يوه بله ماشومه سلما وايي چې مور يې ورته دوه درځنه بنګړي اخيستي، دا به يې په اختر کې په لاسونو کې اچوي. بنګړي يې ډير خوښيږي. هسې يې هم اچوي او په اخترونو او ودونو کې يې هم اچوي.
د جلال اباد په زرګرانو کوڅه کې د سرک په غاړه ګڼ شمير ښځينه بنګړيوالې ډول ډول بنګړي خرڅوي. دوی وايي چې که څه هم د ښاروالۍ مسوولين يې کار ته نه پريږدي، خو بيا يې هم روزګار روان دی. او زياتوي چې بنګړي د سيند حیدراباد نه راوړل کيږي خو دوی يې په جلال اباد کې اخلي.

د بنګړوشرنګ ته شاعران په کوم نظر ګوري، پرهيز شګيوال چې په خپلو شعرونو کې يې بنګړي ډير ياد کړي، دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي.

« بعضې داسې الفاظ وي چې شعر پرې لا ښکلی کيږي. لکه ګودر، منګی، پيزوان او هغې سره سره دا بنګړي. او بنګړي چې په کوم شعر کې ياد شوي وي، نو اوريدونکي ورته ډير متوجه کيږي او بلخصوص بنګړي زړه وړونکی شرنګ لري چې دا شرنګ خپله يوه نغمه ده. ما هم په ډيرو شعرونو کې د بنګړو شرنګ ياد کړی دی. لکه دا شعر چې:

مړ به شم ظالمې چې کوې د سترګو جنګ نجلۍ
زه دې کړم ملنګ نجلۍ

ولې دې له کسته ورکوې بنګړو ته شرنګ نجلۍ
زه دې کړم ملنګ نجلۍ»

يوه ځوانه انجلۍ چې د بنګړو کليکشن لري، وايي چې پلاستيکي، شيشه يي، او اوسپني هم په کې شته دی چې رنګ رنګ جوړشوي دي زياتوي چې کله يې په مړوند کې بنګړي شرنګ وکړي ډير خوښيږي.

بنګړي په پښتو سندرو او سروکو کې هم په بیا بیا ياد شوي دي.

دا تور شپه توره تياره ده
بنګړو له شرنګ ورکړه چې و دې پيژنمه

که بنګړي د ښځينه سينګار لازمي جز ګڼل کيږي، نو دا هم هيرول نه دي په کار چې د عفت ساتنه يې د حيا او ناموس نښه وي. ځکه خو شاعره حسينه ګل وايي چې:
اوس به راته سل خبرې جوړې وې
ښه دی چې په لاس کې مې بنګړي نه وو

XS
SM
MD
LG