د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د بابړې د شهیدانو د یاد ورځ مانځل کیږي



نن د بابړې د شپږ نيمو سوو شهيدانو ورځ لمانځل کيږي.د ۱۹۴۸ کال په دې ورځ د باچا خان ګڼ ملګري چې غوښتل يې جلسه وکړي، د وخت د حکومت له خوا ووژل شو.


د سرکاري شميرو ترمخه دا شپږ نيم سوه کسان وو چې د چارسدې په بابړه کې ووژل شول.

د خیبر پښتونخوا حکمران عوامي نيشنل ګوند له خوا د پيښې د قربانيانو پر ځای ګلونه کیښودل شول او په دې لړ کې به بيلابيلې دستورې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG