د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبر پښتونخوا د بجلۍ ناروا لوډشېډینګ نه مني"




غلام غوث - مشال راډيو

پېښور:- د خيبر پښتونخوا حکومت په توانایي کانفرنس کې د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړيده چې له اسلام آباده دي نيغ په نيغه د غير اعلانيه لوډ شيډنګ لړۍ ودرول شي او صوبوته دي د توانایي د وسائيلو د پيداوار او تقسيم اختيار ورکړل شي. توانایي کانفرنس کې د پښتونخوا حکومت د پنجاب حکومت د مساوي شان لوډ شيډنګ فارموله هم رد کړيده او دا وړانديز یې ورکړی دی چې د صوبو د ضرورت په حساب دې د لوډشيډنګ لپاره تګ لاره جوړه کړل شي.

په وزير اعلي هاوس پيښور کې د دې غونډي په اړه د خبري کانفرنس وروسته له مشال ريډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر سينيټر افراسياب خټک وويل چې د بجلۍ پيدا کولو او تقسيم نظام دې مرکزي حکومت صوبو ته ورکړي ځکه چې د مرکز لخوا د وسائيلو د تقسيم نظام ناکامه شويدی.

افراسياب خان زياته کړه چې په دې غونډه کې له مرکزي حکومته بله غوښتنه دا وشوه چې لوډشيډنګ کېږي دي د صوبو تر مينځ په مساوي نه بلکې منصفانه توګه وکړل شي. د لوډشيډنګ لپاره دې تګلاره جوړه کړل شي، او د صوبو د خرچ په حساب دې لوډ شيډنګ وکړل شي او د پنجاب دا غوښتنه د منلو وړ نه ده چې په مساوي توګه د بجلۍ د کمي حساب په ټولو صوبو يو شان تقسيم کړي. او که چرې داسي وکړل شي نو په دې د پښتونخوا او بلوچستان سخت تاوان دی.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل چې د انرژي کانفرنس له لارې یې له مرکزي حکومته غوښتنه کړيده چې د اسلام آباد نه دي نيغ په نيغه د غير اعلانيه لوډ شيډنګ لړۍ ودرول شي . هغه وويل چې کله له صوبې لوډ شيډنګ کېږي نو چې په يو ځای کې برېښنا وي نو بیا د ضرورت په حساب دغه بجلۍ بل ځای ته ورکول کېږي. خو چې کله له اسلام آباده غير اعلانيیه لوډ شيډنګ کېږي نو ټوله صوبه په تياره کې ډوبه وي، نو دغه غير اعلانيه لوډشيډنګ به دوی ونه مني.

د توانایي د بحران په اړه په دې غونډه کې د ګډون لپاره ټولو سياسي ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې چې په کې پاکستان پيپلز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان مسلم ليګ ق او نيشنل ګوند کډون وکړو خو ځینو نورو مخالفو ګوندونو مسلم ليګ ن، جماعت اسلامي،او جمعيت علماء اسلام فضل الرحمن په دې کې ګډون ونه کړ. له مشال راډيو سره په خبرو کې سينيټرافراسياب خټک د ځینو ګوندونو له خوا د نه ګډون په باب وويل چې هغوی له سياسي موقع پرستئ نه کار اخیستی دی او د بجلۍ د کمي په ستونزه ووټونه ترلاسه کول غواړي.

له دې وړاندې په پاکستاني مطبوعاتو کې داسې راپورونه راغلي وو. که چرې مرکزي حکومت د بجلۍ د کمي ستونزه هواره نه کړه نو د عوامي نشنل ګوند د اسمبلۍ غړي تر اخيره حده تلای شي او له اسمبليانو استعفاګاني هم ورکولای شي خو د خیبر پښتونخوا سينيئر صوبایي وزير بشير بلور مشال ريډيو ته وويل چې دوی مرکزي حکومت ته داسې دهړکه نه ده ورکړې. او د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل، چې د بجلۍ د کمي د ستونزي په لړ کې به دوی هڅه کوي چې آئيني او قانوني لاري چاري ولټوي او په دې لړ کې به دوی د اسمبلۍ ځانګړې غونډه رابللې او د توانایي د کانفرس د سپارښتونو په رڼا کې به په پارليماني توګه له مرکز سره رابطه نيسي.

XS
SM
MD
LG