د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فاټا ترقیاتي کارونه د پاکستاني پوځ په خوښه کېږي"


دا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یو ټولګی دی چې د دته خېلو په سیمه کې ګښت کوي.
دا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یو ټولګی دی چې د دته خېلو په سیمه کې ګښت کوي.




ډان ورځپاڼه د چارواکو له خولې ليکي چې وايي پاکستانی پوځ د قبايیلي سيمو له پاره د پرمختيايي کارونو د انتخابولو او د هغو د عملي کولو په فيصلو کې په مستقيمه توګه دخيل دی .

دې چارواکو، چې نومونه يې نه دي اخېستل شوي، زياته کړ ې چې د پوځ له خوا د وړاندې کړل شويو پروژو له پاره په ميلینونو روپۍ د قباييلي سيمو له کلني ترقياتي فنډ څخه لګول کېږي .

دغه راز وييل شوي چې د پوځ افسران په وار وار د ګورنر هاوس او فاټا سيکريټيرييټ چکرې لګوي، تر څو د قباييلي سيمو په سالانه پرمختيايي پروګرام کې دوئ په ګوته کړېو پروژو ته ځای ورکړل کېدل يقيني کړي .

د ډان په رپوټ کې همداراز راغلي چې هغه ترقياتي پروژې چې پاکستاني پوځ يې د قباييلي سيمو د ترقياتي فنډ له لارې عملي کوي، پکې معمولاً د سړکونو جوړولو، اوبو رسولو او د عامه خير ښېګڼې يو شمېر نور د واړه نوعييت کارونه شامل وي .

په دې سربېره، رپوټ زياتوي چې د پاکستان پوځ د خپلو ځينو غټو پرمختيايي پروژو، لکه د ځايي خلکو له پاره د تخنيکي زده کړو او د اورپکو عادي ژوند ته د بيرته ستنېدو د مرکزونو جوړولو له پاره هم پيسې د قباييلي سيمو له ترقياتي فنډ څخه تر لاسه کړې دي .

چارواکي په عين حال کې وايي چې د قباييلي سیمو په پرمختيايي کارونو کې د پاکستاني پوځ عمل دخل د ملکي ادارو د چلوونکو له پاره يو مستقل سرخوږی جوړ شوی دی . د دوئ په وينا، د پوځ د دې سرزورۍ په نتيجه کې د حکومت په سالانه ترقياتي پروګرام کې مالي پېچلتياوې او ګډوډۍ رامنځ ته کېږي .

سرکاري چارواکو ډان ورځپاڼې ته زياته کړې چې د پوځ له خوا وړاندې کړل شويو پروژو ته د پيسو د ملاوېدو مساله د قبايلي سيمو د ولسي استازو د خپګان هم لامل شوې ده . د دوئ په خبره د پاکستان په قومي اسمبلۍ او سينيټ کې د قباييلي ولس نمايندګان نه شي کولای د خپلو سيمو د ترقۍ له پاره هغه همومره پيسې چې يې په کار وي، له کلني پرمختيايي فنډ څخه تر لاسه کړي .

ملکي چارواکي دا انتقادونه هم کوي چې پوځ د قباييلي سيمو له پاره د ترقياتي پروژو په انتخاب کې له فيډرالي ادارو سره سلا مشوره نه کوي .

له دې کبله چې د قباييلي سيمو د پرمختيا له پاره ټولې پيسې د سالانه ترقياتي پروګرام له فنډ څخه ورکول کېږي، چارواکو ويلي چې په دغو کارونو کې د پوځ مداخلت د فاټا د ترقۍ له پاره د مرکزي حکومت ستراتيژي اغېزمنوي . د دوۍ په خبره، د پاکستاني پوځ دا هڅې چې د قباييلي سيمو د ترقۍ له پاره غوره کړې پروژې دې يې په هر حال کې عملي شي، د ترقياتي پيسو په سوونو وړو وړو پروژو د وېشلو سبب کېږي، چې وايي دغه عمل د ريښتيني ټولنيز او اقتصادي پرمختګ مخه نيسي .

XS
SM
MD
LG