رویټرز خبري اژانس لیکي ، د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چې کله عام کس ووژل شي نو دا د هغو خلکو لپاره یو پټ پیغام شي څوک چې د دې بریدونو مخالف دي.
په پاکستان کې هغه چا ته دومره ارزښت نه ورکول کیږي چې وسله وال او یا د پاکستان پوځ یې ووژني ، بلکې هغه څوک ډېر د قدر وړ شي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي.
اژانس لیکي چې د امریکايي ادارې ً کمبېټنګ ټررزم سینټر ً دا رپوټ د هغه فکر برعکس خبره کوي چې ګواکې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله په قبایلي سیمو کې ترهګر زیاتیږي.
او بله دا چې که چیري دا بریدونه ودرول شي او د خبرو اترو لاره غوره کړل شي نو د دې امکان شته چې یو سیاسي جوړ جاړی رامنځ ته شي.
دا رپوټ د پاکستان او ځینو نورو خلکو د هغه فکر په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي چې وايي که چیري دا بریدونه ودرول شو نو حالات به ښه شي.
اژانس د حقاني شبکې په اړه د امریکايي ادارې د دې رپوټ له حوالي لیکي دا یو داسې شبکه ده چې ګټي یې له جګړې سره تړلي دي.
دوی داسې حالات جوړوي چې دوی ته د مجرمانه کارونو کولو ، سړي تښتولو او په غیرقانوني توګه د پېسو لېږلو یا حوالې لاره هواروي .
رپوټ لیکي چې حقاني شبکه یوازې دا نه کوي بلکې په افغانستان ، پاکستان او خلیجي ملکونو کې هم لېږد رالېږد(درآمدات برآمدات) ټرانسپورټ او تعمراتي کاروبارونه لري.
رپوټ لیکي چې که څه هم حقاني شبکه په افغانستان کې عملیات کوي خو مرکز یې په پاکستان کې خوندي دی چې له دې کله نا کله پاکستاني چارواکي انکار کوي.
د رپوټ په لیکنه ، د دې شبکې دا مرکزونه داسې نه دي چې یوازې لوړ په غرونو کې دي بلکې دوی د شمالي وزیرستان په ښه ارامو سیمو لکه مرام شاه کې هم مرکزونه لري.
رپوټ زیاتوي چې په دې اړه له کلونو راهسې خبري کیږي چې حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.
رویټرز خبري اژانس لیکي ، د لویدیځ یو چارواکي په تېره میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وو چې د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په هم دې کال کې د اسلام اباد د سیټي سنټر په یو رسټورنټ کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال لیدل شوی دی.
رپوټ لیکي چې حقاني شبکه د پاکستاني پوځ او د پاکستان د استخباراتي ادارې یانې آی ایس آی ملاتړ لري.
د دې رپوټ په لیکنه ، که چیري پاکستان له حقاني شبکې لاس واخلي نو داسې نه ښکاري چې بیا دي دا شبکه فعاله پاتې شي.