د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیښتونو د بلوچستان ډاکټران اندېښمن کړي دي


کوټې د اعصابو او نفسیاتو مشهوره پوهاند،ډاکټر غلام رسول کاکړ چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه وسله والو وتېښتاوه
کوټې د اعصابو او نفسیاتو مشهوره پوهاند،ډاکټر غلام رسول کاکړ چې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه وسله والو وتېښتاوه




په بلوچستان کې د تېښتونو روانې لړۍ ددغه صوبې ډاکټران ډېر سخت اندېښمن کړي دي .دوی وايي، پخوا تاجران او وکیلان تېښتول کېدل او اوس د دوی تېښتونې هم پېل شوې،چې په وېنا یې، دا د ټولنې لپاره یوه تاواني خبره ده.

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحادییې یو مشر او د صوبې د پولیو کنټرول پروګرام ډپټي پرووېنشل کوارډینیټر،ډاکټر اسحاق پانیزی وایي،اوس د نورو تر څنګ؛ د ډاکټرانو تېښتونې هم پېل شوې٫٫پخوا به موږ اوریدل چې تاجران تېښتول کیږي او بیا یا خو له تاوان ورکولو وروسته راخلاص شي یا بیا خدای دې نه کوي،څه ورسره وشي او بیا مو ورسره د وکیلانو تېښتونه هم یاده ده. هر منلی وکیل یا خو تېښتول شوی یا یې دا قیسمه هڅه شوې ده،خو اوس دغه دی زموږ په ډاکټرانو یې هم لاس پوري کړ او زموږ تېښتونه هم شروع شوه.حالانکه که ورته وګورې،موږ خود ټولنې ډیر مهمه برخه یو.موږ د خلکو او د ټولنې درملنه کوو،لیکن ظالمانو موږ هم نه پریږدو.٬٬

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحادییې سیکرټر،ډاکټر آفتاب کاکړ بیا وایيوبه تیره څه موده کې په بلوچستان کې ډکټران نه یواځي تېښتول شوي،بلکې وژل شوي هم دي٫٫په تیرو پنځو کلونو کې نږدې ۲۵ ډاکټران د ناڅرګنده کسانو له اړخه وژل شوي دي،چې په هغو کې یو مشهوره نوم،د ډاکټرانو اتحادیې صوبایي صدر،ډاکټرهزارخان بلوڅ هم شامیل وو.دغه رنګه یو شمیر ډاکټران تېښتول شوي هم دي.یو ډاکټر دین محمد بنګلزی وو،چې د تیرې جولایي په میاشت کې تېښتول شوی وو او وروسته بیا راخلاص شو.دغه رنګه اوس بیا ډاکټر غلام رسول کاکړ سره دغه چلن شوی دی.٬٬

ډاکټراسحاق پانیزیي وایي،د دوی د تېښتونې دغه تازه پېښو دوی سخت پریشانه کړي دي٫٫داسي یو شمیر ډاکټران زه درښودلی شم، چې د خپل سرخوندي کولو لپاره نورو ښارونو او صوبو ته کډه شول.څوک په خپله خوښه خپله خاوره او سیمه پریږدي،خو بس!په مجبورۍ کې هغو دا ګام واخیست او اوس موږ یې اخیستو ته مجبوره شوي یو.٬٬

ډاکټر آفتاب کاکړ وایي،دوی د ډاکټرانو پر وړاندې د تېښتونې د دغې وضعې ضد د احتجاج جمهوري لاره ټاکلې ده٫٫موږ پر هړتال مجبوره شوي یو .زموږ د احتجاج یو برخه دا هم ده چې موږ هر ماښام د کوټې سیول روغتون کې د حادثاتو څانګې مخ ته روزه ماتوو او دا شان احتجاج ریکارډه وو،تر څو زموږ ملګری ډاکټرراخوشی شوی نه وي.٬٬

یاده دي وي، د ډاکټرانود تېښتونې لړۍ هغه وخت بیا تازه شوه،کله چې د کوټې د اعصابو او نفسیاتو مشهوره پوهاند،ډاکټر غلام رسول کاکړ د روانې اګسټ میاشت پر لومړۍ نیټې، نا څرګنده کسانو د وسلې په زور وتېښتاوه،چې لاهم له هغوی سره دی.

نیازموساخېل،کوټه

XS
SM
MD
LG