د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سینا سیمې مکمل کنټرول به اخلو. مصری ولسمشر





نن د مصر صدر محمد مورسي هوډ څرګند کړ چې د سینا سیمې مکمل کنټرول به بیا ترلاسه کړي. په دې سیمه کې د مصر او اسراییل ترمنځه پر پوله په یو چیک پوسټ نامالومه وسله والو برید کړې وو چې پکې یې ۱۶ محافظین وژلي وو.

اسرایلو ویلي دغه برید ګر په دوو ګاډو کې سواره وو او له برید وروسته یې اسرایلي علاقې ته د ننوتلو هڅه وکړه. داسې مالومیږی چې یو ګاډي په پوله د اويښتو پرمهال په چاودنه وا لوته او دویم په اسرایلي هوايي برید کې تباه کړل شو.

د مصر دیو اعلي امنیتي چارواکي په حواله ویل شوي چې دغه وسله وال جهادیان وو او له غزه پټۍ دې سیمې ته اوښتي وو.

د مصر سرکاري میډیا وايي هېواد یې د رفاه سرحد تر بل اعلان پورې بندوي. دا سرحد د حماس تر واک لاندې غزه پټۍ سره د مصر پوله ده.

له دې وړاندې پرون د غزه په جنوبي برخه کې د اسرایل لخوا په هوايي برید کې یو فلسطیني کس وژل شوی او یو زخمي شوی دی. ددې کسانو تعلق له سخت دریځه اسلامي وسله والو سره وو، دا مالومه نه ده چې آیا ددې دواړو پیښو ترمنځ څه تړاؤ وو او که څنګه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG