د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ بلوچستان کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو برید


Baluchistan:Nato containers under fire in Mastung
Baluchistan:Nato containers under fire in Mastung
خدای نور ناصر / کویټه

د مستونګ سیمې د امنیتي چارواکو په وینا په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو ته پر سامان وړونکو کانټينرونو برید شوی، چې ددوی په خبره درې کنټېنرونه پکې په بشپړ ډول ویجاړ شوې دي.


د چارواکو او عیني شاهدانو له وینا سره سم ،جمعې په ماښام د روژي ماتي پر وخت هغه مهال په دې لاریو برید وشو، کله چې د لاریو ډرائیورانو په یاده سیمه کې په يوه هوټل کې روژه ماتی کاوه. د يوه بل کانټير ډرائیور چې تر برید وروسته همدې ځاي ته رسېدلی و، مشال راډيو ته وویل:

(( موږ دلته نیم ساعت وروسته راورسېدو. د اوور وژلو موټرونه راغلل او اور یې وواژه.))

ددې لاریو د چلونکو په خبره چې بریدکوونکي پر دوو موټر سائیکلو راغلل، لومړی يې نارې وکړې، بیا يې په دې کانټېنرو نوتېل واچول او وروسته يې ډزي پرې وکړې او وتښتیدل.

په همدې دریوو کانټينرونو کې د يوه ډرائیور چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، په خپلو خبرو کې وویل:

(( مونږ ټول پنځه کنټېنرونه په يوه ځاي سره رهي وو، خو په دې وخت کې سره بیل ځکه شو، چې د درېوو کانټينرونو ډرائیورانو پر يوه هوټل او د دوو نورو په بل هوټل کې روژه ماتی کاوه.په دې پورې سړک باندې کسان ولاړ وو، او ډزې يې کولې. تر ډزو وروسته په دې لاریو اوور ولګېد، چې بیا مو دا بریدکوونکي ونه لیدل، چې پر کوم لوري ولاړل. ))


په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا د ناټو د اکمالاتو د لاري تر خلاصېدو وروسته همدا لومړی ځل دی، چې پردې لاریو په بلوچستان صوبه کې برید کېږي، خو هلته ددې صوبې امنيتي چارواکو وویل، دوي بیا هم هڅه کوي، چې ددې لاریو حفاظت په ښه ډول وکړي، او ددې ډول بریدونو مخنیوي وشي.
XS
SM
MD
LG