د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیان ، په شخصي جامو کې وسله وال،سرخوږی جوړوي


د خوست د ښار ننداره
د خوست د ښار ننداره

نجیب الله الوخیل / خوست


خوست ښار دروژې دمبارکې میاشتې پدې شپو ورځو کې له هره وخت زیاته ګڼه ګوڼه لري ،ناوخته ماسپښین او مازدیګر دا ډول ازدهام نور هم زیاتیږي.


پولیس او دنورو امنیتي ادارو ګڼ شمېر منسوبین دخلکو دګڼې ګوڼې په ځایونو کې پلي او موټرداره ګزمې کوي او نه پریږدي ،چې په ښار کې امنیتي پيښې رامنځ ته شي او یا هم کوم څوک په خپلو کې سره په جنګ شي.

ددې ټولو تدابیرو سره ،سره بیاهم په ښارکې یو شمیر داسې کسان لیدل کیږي ،چې په ملکي جامو کې له ځانونو سره وسلې ګرځوي او هویت یې نه پيژندل کيږي. په شخصي جامو کې ددا ډول کسانو له خوا دوسلو ګرځول دیو شمیر خلکو لپاره داندیښنې وړ دي او حتی یو شمیر جنايي پیښو لکه دغلاوو او دموټرو دتښتونو نسبت هم دوی ته کیږي.

پدې اړه څو تنو دخوست ښاریانو خپل نظرونه له مشال راډیو سره شریک کړل :

(( دل اغا نومیږم دخوست ښار وسیدونکی یم ،په ښار کې ډیر وسله وال په شخصي جامو کې ګرځي ،خلک ورڅخه په اندیښنه کې دي ،له امنیتي ادارو په کلکه غواړو ،چې پدې اړه جدي اقدامات وکړي،ځکه خلک يې نه پیژني ،چې دا حکومتي خلک دي او که نور څوک ؟ ))

په همدې توګه یو بل تن ،چي ځان حشمت راپیژني وايي،چې دملکي کسانو سره دوسلو له کبله ډیری وخت په ښارکې جنايی پيښې رامنځته کیږي،نو غوښتنه موداده ،چې مسوولې پوځي ادارې دې ښار ته د دا ډول کسانو دننوتو مخه ونیسي.

بلخوا دچارو شنونکي هم دملکي وګړو لخوا په ښار کې دوسلو ګرځول په رواني لحاظ وګړو ته زیان اړونکي بولي او یادونه کوي ،چې له اړتیا پرته ښارته په شخصي جامو کې دوسلو راوړل ناسم او غیر قانوني عمل دی ،پدې اړه دنظر خاوند پوهنمل محمدالله مندوزي خپل نظر داسې په ډاګه کړ:

(( ښارته په شخصي جامو کې دوسلو وړل او راوړل دخلکو په ذهنونو منفي تاثیر اچوي ،خصوصاً دځوانانو پر روحیاتو باندې. په پیل کې که اړتیا نه وي هیڅوک دې ځانته ددې اجازه نه ورکوي ،چې ښار ته وسلې راوړي ،دویم وړاندیز مې دادی که څوک دامنیتي ملاحظاتو پربنا مجبور وي نو باید دوسلې دلیږدولو رسمي جواز ولري او دا ډول جواز دې دامنیتي ادارو له مشترکو قرارګاوو څخه لاسته راوړي.))


ښاغلی مندوزی وړاندې وايي ،چې ښار ته دداخلیدونکو عبوري لارو په اوږدوکې د داډول کسانو چیک کول ګټور دي او هیله ده ،چې پدې اړه به امنیتي ادارې ځانګړي تدابیر په لار واچوي.

دخوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځی دخوست ښاریانو دا اندیښنه پرځای بولي او وايي،چې که څه هم ډیری وسله وال کسان په افغان امنیتي ادارو پورې اړه لري او له ښاره خپلو کلیو او کورونو ته ځي ،خو دعامه نظم دخوندیتوب لپاره به ملکي لباس کې دوسلو په ګرځولو کلک بندیز ولګوي

(( دلته په شخصي کالیو کې دوسلو ګرځول یوه ستونزه ده ،ولې په دوی کې اکثر زموږ دامنیتي ادارو موظفین دي ،لکه دکمپاین قوتونه،دملي اردو قوتونه ،سرحدي قوتونه او نور ،چې په قانوني رخصتیو غواړي خپلو کورونو ته ولاړ شي. ولې موږ یې ښار ته له داخلولو سره موافق نه یو ،ځکه دوی باید له خلکو سره تشویش پیدا نکړي ،ځکه چې دا دتشویش وړ موضوع ده.))


ښاغلی ځاځی وايي ،چې پدې اړه له دوی څخه اکثره وخت پوښتنې کیږي او دوی به یې په کلکه مخنیوی وکړو.

داپداسې حال کې ده ،چې دخوست امنیتي چارواکیو په خپلو وروستیو څرګندونو کې په امنیتي ډګر کې دیو شمیر لاسته راوړنو او نویو اقداماتو یادونه کړې وه.
XS
SM
MD
LG