د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکونړ په مرکز او ګڼو ولسوالیو د طالبانو بریدونه



د کونړ چارواکې او امنیتي مسولین وايی، تیره شپه او دجمعي سهار مهال دکونړ په مرکز،مروري ،شیګل ،دانګام ،ناړۍ ،چپه دره او ماڼوګي ولسوالیو وسله والو طالبانو بریدونه کړي چې دمرکز اسعداباد اړوند په کرهاله کې دیو هوان دلګیدو له امله یوه جینۍ وژل شوي او په مروره کې دوه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. خود دولتي سرتیرو او دوسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي اړه یې څه نه دي ويلي.

دکونړ امنيې قومندانۍ ویاند شیرولي مشال راډیو ته وویل، چې داسعداباد دامنیتي پوستوپه شمول وسله والو طالبانو په دانګام ،مرورې شیګل ،ناړۍ ، ماڼوګي او چپې درې په ولسوالیو تیره شپه او دجمعي د ورځي سهار بریدونه کړي چې له امله يي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

((داسعداباد اړوند دکرهالي په کلي کی یوه د هاوان توغندۍ لګیدلي چې له امله يي یوه جینۍ وژل شوي .په مروره کې دډزو په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي دي ))

هغه وايي دولتي سرتیرو په ټولو امنیتي پوستو او ولسوالیو کې سخت مقاومت کړی او برید کوونکې يي شاتګ ته اړ کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي چې په یادو ولسوالیو سخت بریدونه کړي او دولتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.خو دولتي مسولین دغه دعوه نه مني.

روح الله انوري کونړ

XS
SM
MD
LG