د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حالات بي-اېل-اې خرابوي:رحمان ملک


د پاکستان کورنو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان کورنو چارو وزیر رحمان ملک



د پاکستان کورنو چارو وزیر رحمان ملک د تیر زیارت/ پنجشنبې په ماښام د پاکستان په سینېټ کې د وېنا پر مهال وویل،چې په بلوچستان کې بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډله بي-اېل-اې خلک وژني او حالات یې خرابولو ته رسولي دي.

رحمان ملک دا تور هم ولګاوه چې په بي-اېل-اې په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري او هلته دوی ته سړي سر هره ماشت ۴۶۸ ډالر ورکول کیږي. نوموړي دا ونه ویل،چې ډالر څوک او له کومې خوا ور کول کېږي. ؟

په لندن کې مېشت،بلوڅ بیلتون غوښتونکی حیربیار مري په اړه رحمان ملک وویل چې د ده پر یوه ټیلیفون دلته تباهي خوریږي او پر یوه ټیلیفون یې مړي رالویږي.

د پاکستان د کورنو چارو محکمې وزیر زیاته کړه، په بلوچستان کې د ګوتو په شمېر کسانو د بېلېدو غږ پورته کړی، ډیری بلوڅان،د ده په وېنا،داسي فکر نه لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر پر څرګندونو د نېشنل پارټۍ یو مشر،سینیټر میر حاصیل بزنجو په خپل غبرګون کې وویل،رحمان ملک دې د تورونو پر ځای د ستونزې حل ولټوي٫٫زما خو دا نظر دی چې خبره نیمۍ په نیمۍ روانه ده.۵۰ فیصده حالات که یاغیانو خراب کړي دی، د باقي ۵۰ فیصده په خرابولو کې پخپله امنیتي ځواکونه لاس لري.که د بلوچستان مسله هوارول غواړی،نو بیا د تورونو پر ځای د حل لور ته راسی. له وفاق سره نزدیوالی لرونکې بلوڅ مشرانو سره خبرې وکړه او هغوی ته سپا او آزاده موقع ورکړه،زما یقین دی،هغوي به څه نا څه درته وکړي.٬٬

یاده دي وي،د رحمان ملک تازه وېنا،په داسي حال کې مخې ته راځي چې په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ډلو له اړخه په بیا بیا د وسله والو نښتو له وجي د صوبې امنیت ډیر خراب یاد شوی دی.

XS
SM
MD
LG