د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا کډوال له لوږې سره مخامخېدای شي


دا مهال د پښتونخوا په لروبر کې د دنګو سړو غرونو په لکونه پښتانه د درپرۍ او بې کورۍ ژوند تېره وي
دا مهال د پښتونخوا په لروبر کې د دنګو سړو غرونو په لکونه پښتانه د درپرۍ او بې کورۍ ژوند تېره وي





د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو لپاره د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د اداري ډبليو ايف پي ویاندوايي، که د روان کال تر پایه ورسره نړیوالې مرستې ونه شي نو د ده په وینا چې له قبايلي سيمو ۲ لکه بې کوره شوو کورنيو ته به د خوراکي توکیو ورکولو لړۍ بنده شي.

د مشال راډيو له خبریال مجبد بابر سره په خبرو کې د ډبليو ايف پي ویاند ظاهر شاه وویل چې د دوی اداره ۷۰ میلیون ډالر نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د خوړو نړۍ والې ادارې ویاند امجد جمال د مشال راډېو له خبریالې رابعه اکرم سره په خبرو کې وویل چې د ډبلېو اېف پي پروژو ته سږ کال د ١٩٣ میلیون ډالرو ضرووت وو چې اوس د ۷۷ میلیون ډالرو له کمي سره مخامخ دي او دده په خبره که دا کمی پوره نه شو نو په پاکستان کې څه نا څه ۱۲ لکه کسان ترې متاثره کېداﺉ شي.

نوموړی زیاتوي که د سږ کال له جولايي تر ډسمبره دوی ته ۷۰ میلیون ډار ور نه کړل شي نو ګڼې پروژې لکه د مړولو( نیوټرېشن) خواړه د کار لپاره، په سکولونو کې ماشومانو ته خواړه ورکول او ددې تر څنګ د قبایلي سیمو متاثرینو لپاره روان پروګرامونه د بندېدو له خطر سره مخامخېداﺉ شي.

دی وايي چې په دې لړ کې یې له خپلو بسپنه ورکونکو( ډونرز) او د خلیجي ملکونو له بسپنه ورکونکو سره خبرې دوام لري خو لا تر اوسه چندانې برمختګ نه دی شوی.

امجد جمال وايي په ملک کې د خوراک نړۍ والې ادارې د روانو پروژو پشان د جلوزو کېمپ کډوال تري هم متاثره کېداﺉ شي.

،،د کډوالو لپاره چې کوم خوراکې مواد موږ ورکوو، په هغو کې مو پنځوس فېصده کمۍ کړی دی. لکه دالونه د ماشومانو خوراکي مواد او بسکټې وغېره کم کړي دي. ښکاره خبره ده چې فنډ راسره نه وي نو دا خوراکې پروګرام مخکې نه شې تلاﺉ،زموږه خپل کوښښ جاري دی، زر تر زره فنډ ملاؤ شي چې دا پروګرام د ځنډ ښکار نشي،اؤ که موږ ته نور فنډ نه ملاوېږې نو کېدای شي د ٢٠١٢کال له سپتمبرمیاشتې و پس موږ دا پروګرام بند کړو،،

په قباييلي سيمو کې له روان تاوتریخوالي په لکونو کورني بي کوره شوی دي، او د ملګرو ملتونو د بيلا بيلا ادارو په خوراکي او غير خوراکي مرستو په ژوند تيرولو مجبوره دي.

XS
SM
MD
LG